د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (JUI-F) لوړپوړو مشرانو د ګوند د مشر، مولانا فضلالرحمن، هغه وروستۍ وینا او دریځ چې د پنجاب د قصور په ښار کې یې وړاندې کړی و، په بشپړ ډول تایید کړی دی.
د سې شنبې په ورځ په اسلاماباد کې د ګوند په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولسي ملاتړ د جلبولو لپاره به په بېلابېلو سیمو کې د عامه غونډو لړۍ پیل شي.
د ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، په راتلونکو میاشتو کې به د پنجاب ایالت د دغو لویو ولسي غونډو اصلي مرکز وي او مولانا فضلالرحمن به پخپله دغو غونډو ته ویناوې وکړي.
د شنونکو په باور، د مولانا فضلالرحمن څرګندونو له پاکستاني امنیتي ادارو سره د هغه اړیکې ترینګلې کړې دي.
بل لورته مولانا فضل الرحمن ويلي چې د خپلو څرګندونو په اړه به هيڅکله بخښنه ونه غواړي.
د يادونې وړ ده چې مولانا فضل الرحمن روانه میاشت د قصور ښار د خپل ګوند یوې غونډې ته د وینا پر مهال په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د زیاتېدونکو ناامنيو په اړه خبرې کړې وې او ویلي وو: «تاسې پر ما د خپلې وینې کوم احسان کوئ؟»

