قطر د ملګرو ملتونو او د امنیت شورا ته په استول شویو رسمي لیکونو کې ویلي، ایران د دغه هېواد پر خاوره د ترسره شویو بریدونو بشپړ حقوقي مسؤلیت لري او د اوښتو زیانونو د جبران غوښتنه یې کړې ده.
د قطري چارواکو په وینا، ایران د جولای په ۷مه د هرمز تنګي ته څېرمه یوه قطري تېللېږدوونکې بېړۍ په نښه کړې او وروسته یې د جولای په ۱۲مه او ۱۷مه پر قطر توغندیز بریدونه هم کړي دي.
قطر ویلي، د جولای د ۱۲مې په برید کې د توغندیو د شنډولو پر مهال رالوېدلې ټوټې په استوګنیزو سیمو کې لوېدلې، چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د قطر په استول شویو لیکونو کې دغه بریدونه د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د دغه هېواد د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر وړاندې مستقیم ګواښ بلل شوي دي.
قطر ټینګار کړی چې د خپل حاکمیت، امنیت او د خپلو اتباعو د ژوند د ساتنې لپاره به له هر اړین اقدام څخه ډډه ونه کړي.
بل لور، ایران ویلي چې په سیمه کې یې بریدونه د امریکا پر پوځي ځواکونو او اډو متمرکز دي او د هغو هېوادونو ملي ګټې او ملکي بنسټونه یې هدف نه دي.

