د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د نورستان ولایت د پارون ولسوالۍ د وروستیو خونړیو سېلابونو له امله له زیانمنو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا غمیزه له کونړ وروسته د سیمې دویمه لویه طبیعي فاجعه ده.
ښاغلي غني په یوه پیغام کې ویلي، ملت حق لري له واکمنو وپوښتي چې د تېرو طبیعي پېښو له تجربو یې څه زده کړي او ولې د نورستان د دې ناورین لپاره لازم چمتووالی نه و.
هغه د ۱۳۹۵ کال د واورو د توفان پر مهال پارون ته د خپل سفر یادونه کړې او ویلي یې دي چې د ولس خدمت باید یوازې د خوښیو پر مهال نه، بلکې د کړاو او ناورین پر وخت هم څرګند شي.
پخواني ولسمشر همداراز د اقلیمي بدلون او د کونړ او نورستان د ځنګلونو پرې کېدو ته په اشارې ویلي، د ځنګلونو ساتنه او پراخول د طبیعي پېښو د خطر د کمولو لپاره مهم دي، او په دې برخه کې یې د سلګونو زرو نویو نیالګیو د کېنولو غوښتنه کړې ده.
اشرف غني یو ځل بیا له شتمنو او وسمنو افغانانو غوښتي چې د نورستان له سېلاب ځپلو سره بېړنۍ او پراخې بشري مرستې وکړي.

