د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمتالله شهیدي اعلان کړی چې د خپلې شخصي پرېکړې له مخې یې د لوبډلې د کپتانۍ له دندې استعفا کړې ده.
ښاغلي شهیدي په خپور کړي پیغام کې ویلي، د کپتان په توګه د لوبډلې مشري ورته لوی ویاړ و او په دې موده کې یې د مسؤلینو، روزونکو او لوبغاړو په ګډو هڅو مهمې بریاوې ترلاسه کړې، سترې لوبډلې یې ماتې کړې او د افغانستان د کرکټ نوم یې لا لوړ کړی دی.
هغه د لوبډلې له لوبغاړو، روزونکو، مسؤلینو، مینهوالو، خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو څخه د ملاتړ او همکارۍ له امله مننه کړې او که د کپتانۍ پر مهال ترې کومه نیمګړتیا شوې وي، بښنه یې غوښتې ده.
حشمتالله شهیدي ټینګار کړی چې که څه هم د کپتانۍ مسؤلیت پرېږدي؛ خو د لوبډلې د یوه ژمن لوبغاړي په توګه به د افغانستان د کرکټ د بریا او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او هیله یې څرګنده کړې چې ملي لوبډله به د نوي کپتان تر مشرۍ لاندې نورې بریاوې هم ترلاسه کړي.

