جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 19

ډان ورځپاڼه:د افغانستان او پاکستان دوه اړخیز تجارت په وروستیو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی

د پاکستان‌ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیز سوداګریز حجم د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ مالي کال کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی.

راپور وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي لارو پرله‌پسې تړل کېدل، سیاسي او امنیتي ترینګلتیاوې او د ترانزیټي چارو ګډوډېدل د سوداګرۍ د کمېدو اصلي عوامل بلل شوي دي.

د راپور له مخې، افغانستان د پاکستان له ترانزیټي لارو د خپلې اړتیا د کمولو لپاره بدیلې لارې پراخوي.

راپور کې راغلي چې په دې لړ کې د ایران له لارې د ترانزیټ، په ځانګړي ډول د چابهار بندر کارول، او د منځنۍ اسیا له لارو سوداګریزې چارې زیاتې شوې دي.

د يادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې افغان چارواکو هم له سوداګرو غوښتي چې د وارداتو او صادراتو لپاره له بدیلو مسیرونو استفاده وکړي، څو د سوداګرۍ بهیر له خنډونو سره مخ نه شي.

شنونکي:پاکستان د امنیتي او سیاسي کړکېچونو له ګډ بحران سره مخ دی

0

يو شمېر سياسي شنونکي وايي، چې پاکستان یو ځل بیا د داسې وضعیت سره مخ دی چې امنیتي او سیاسي ستونزې یې یو له بل سره تړلې شوې دي.

د شنونکو په باور، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د وسله‌والو ډلو د بریدونو زیاتوالی، پر پوځ د علني نیوکو پراخېدل او د مرکزي حکومت او ایالتي ادارو ترمنځ اختلافات د دغه هېواد د واکمنۍ او امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي.

د راپورونو له مخې،‌ په تېرو دوو ورځو کې په دیر سفلی کې پر یوه پوځي پوسته برید او په مستونګ کې د پوځ پر کاروان بریدونه شوي دي.

همداراز، د بلوچ ازادۍ غوښتونکې ډلې د بلوچستان د یوه برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو ته یې درانه زیانونه اړولي.

شنونکي وايي، که څه هم د وسله‌والو ډلو د تلفاتو شمېرې نه شي تاییدېدای، خو دا روښانه ده چې یادې ډلې لا هم د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو وړتیا لري او فعالیتونه یې یوازې یوې سیمې پورې محدود نه دي.

د پاکستان پوځ، چې له اوږدې مودې راهیسې ځان د هېواد د ثبات اصلي ستن بولي، اوس له څو اړخیزو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

په ځانګړي ډول په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ناامني د لنډمهالې ستونزې پر ځای د ورځني ژوند په یوه برخه بدله شوې ده.

شنونکي دغه راز خبرداری ورکوي چې د امنیتي ستونزو دوام او سیاسي اختلافات ښايي د پاکستان پر داخلي ثبات او د واک پر توازن نور هم اغېز وکړي.

له سعودي عربستان وروسته؛پاکستان له کوېټ سره د دفاعي هوکړې په لټه کې دی

0

رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان غواړي له کوېټ سره د انرژۍ د همکاریو او پانګونې د پراختیا په بدل کې یوه دفاعي هوکړه لاسلیک کړي.

د راپور له مخې، د دې احتمالي هوکړې خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله د دې تړون راتلونکی له پېچلتیاوو سره مخ بلل کېږي.

پاکستان تېر کال له سعودي عربستان سره هم یوه دفاعي هوکړه کړې وه، چې له مخې یې د سعودي پر ضد هر ډول برید د پاکستان پر ضد برید ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې سیاسي شنونکي اندېښنه لري چې له کوېټ سره د ورته دفاعي تړون رامنځته کېدل ښايي د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي شخړو پر مهال د پاکستان د منځګړیتوب رول اغېزمن کړي، ځکه اسلام‌اباد هڅه کوي له دواړو لورو سره اړیکې وساتي.

تر اوسه پاکستان او کوېټ د دې احتمالي دفاعي هوکړې په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

نیمروز کې زړه‌بوږنوونکې پېښه؛د قاچاقي سفر پر مهال د ګرمۍ او تندې له امله د پنځو تنو افغانانو مړي موندل شوي

د نیمروز لپاره د طالبانو حکومت امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د هغو پنځو افغان ځوانانو جسدونه موندلي چې ایران ته د تګ پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی.

په داسې حال کې چې د ۱۴ نورو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.

د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، دغه کسان د هلمند او نیمروز د دښتو له لارې ایران ته د اوښتو په هڅه کې وو؛ خو د لارې له ورکېدو وروسته د سختې ګرمۍ او اوبو د کمښت له امله له مرګوني وضعیت سره مخ شوي.

د نوموړي په وینا، د ژغورنې او پلټنې ډلې لا هم په سیمه کې د ورک شویو کسانو د موندلو عملیات پر مخ وړي.

د راپورونو له مخې، د دې ډلې ټول شمېر ۱۹ تنه و، چې د قاچاقي سفر پر مهال د دښتې سختو شرایطو، ګرمۍ او تندې له امله د انساني ناورین سبب شوي دي.

پاکستان کې امنیتي بحرانونو؛د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز له لوی ګواښ سره مخ کړی

0

د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) د راتلونکې په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړې چې د دې پروژو د احتمالي درېدلو راپورونه کم‌اهمیته وښيي.

د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو د یو شمېر چینايي پروژو فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د سیندک کان پروژه د امنیتي ګواښونو او د تجهیزاتو د لېږد د ستونزو له امله د بندېدو له خطر سره مخ ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د دغو راپورونو په اړه روښانه معلومات ورنه کړل او هڅه یې وکړه چې موجودې اندېښنې کمې وښيي.

خو منتقدین وايي، حکومت غواړي د ستراتیژیکو چینايي پروژو د ستونزو په اړه معلومات پټ وساتي.

بل لورته اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که په بلوچستان کې ناامني دوام وکړي، د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز به له یوه لوی بحران سره مخ شي او دا وضعیت ښايي په پاکستان کې د چین راتلونکې پانګونې هم اغېزمنې کړي.

د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی ځل؛فیفا د جام اتلانو ته د اتلولۍ ځانګړې ګوتمۍ ورکوي

0

د فوټبال نړیوالې ادارې (فیفا) اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام ګټونکې لوبډله به د لومړي ځل لپاره د اتلولۍ له جام او سرو زرو مډالونو سربېره، ځانګړې د اتلولۍ ګوتمۍ هم ترلاسه کړي.

د فیفا په وینا، یوازې ۳۰ اصلي ګوتمۍ به د اتلې لوبډلې لوبغاړو او تخنیکي غړو ته ورکړل شي، په داسې حال کې چې پاتې ګوتمۍ به د رسمي یادګاري توکو په توګه د مینه‌والو لپاره بازار ته وړاندې شي.

د فیفا په خبره، هره ګوتمۍ به د نړیوال جام د کپ نقش، د اتلې لوبډلې ځانګړی نښان، ځانګړی سریال نمبر او د اصالت سند ولري، او د هر لوبغاړي د ګوتې له اندازې سره سم به جوړیږي.

فیفا ویلي، دا نوښت د نړیوال جام په تاریخ کې لومړی ځل عملي کېږي او موخه یې د اتلولۍ یاد لا ځانګړی او تلپاتې کول دي.

د ۲۰۲۶ فوټبال نړیوال جام؛د ۱۰ ګولونو په تماشايي لوبه کې انګلستان، فرانسه ماته کړه او درېیم مقام يې خپل کړ

0

انګلستان د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د درېیم مقام په سیالۍ کې د ۶-۴ په پایله فرانسه ماته کړه او د نړیوال جام درېیم مقام یې خپل کړ.

د امریکا د میامي په لوبغالي کې ترسره شوې دې تماشايي لوبه کې انګلستان لومړۍ نیمایي په بشپړ برلاسۍ سره ۴-۰ وګټله.

ډېکلن رایس، ازري کونسا او بوکایو ساکا، چې درې ګولونه یې وکړل، د انګلستان د بریا مهم لوبغاړي وو.

په دوهمه نیمایي کې فرانسې د کیلیان امباپې د دوو او بارکولا او عثمان ډیمبېلې د ګولونو په مټ د بېرته راګرځېدو هڅه وکړه، خو جوډ بېلینګهم د لوبې په وروستیو شېبو کې د انګلستان لپاره شپږم ګول وواهه او د بریا مهر یې ولګاوه.

دغه سیالي د نړیوال جام د درېیم مقام د لوبو په تاریخ کې د ۱۰ ګولونو په ثبتېدو سره د تر ټولو ډېرو ګولونو نوی ریکارډ هم خپل نوم ته کړ.

پاکستاني شنونکي:بلوچستان نور د اسلام‌اباد له کنټروله وتلی دی

0

د یو شمېر پاکستاني روڼ اندو او شنونکو وروستۍ څرګندونې، چې پکې ویل شوي «بلوچستان نور له لاسه وتلی دی»، د دې څرګندونه کوي چې په دغه ایالت کې د امنیتي بحران د پراخېدو او د اسلام‌اباد د نفوذ د کمېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د خپرو شویو څرګندونو له مخې، دغو شنونکو د پنجاب خلکو او د پاکستان پوځ ته په خطاب کې ویلي چې بلوچستان په عملي ډول د مرکزي حکومت له کنټروله وتلی او د امنیتي تګلارو دوام نه دی توانېدلی چې روان بحران کنټرول کړي.

دوی ټینګار کړی چې په سیمه کې د پوځي او امنیتي اقداماتو له کلونو وروسته هم د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې ده او د حکومت او پوځ د ستراتیژۍ اغېزمنتیا تر پوښتنې لاندې راغلې ده.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوڅو وسله‌والو ډلو بریدونو، زیاتېدونکې ناامنۍ او د چین له لوري د مهمو اقتصادي پروژو، په ځانګړي ډول د چین-پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC)، پر وړاندې ګواښونو د پاکستان حکومت او پوځ باندې فشارونه زیات کړي دي.

سیاسي او امنیتي شنونکي وايي، د داسې نظرونو په ښکاره ډول مطرح کېدل ښيي چې د پاکستان دننه هم د بلوچستان د وضعیت په اړه شکونه زیات شوي او یو شمېر کړۍ د اسلام‌اباد د اوسني امنیتي تګلارې پر بریالیتوب باور له لاسه ورکوي.

بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی ایالت دی چې د طبیعي سرچینو، ستراتیژیک موقعیت او د بندرونو له امله ځانګړی اهمیت لري، خو له اوږدې مودې راهیسې د بېلتون غوښتونکو خوځښتونو، امنیتي عملیاتو او سیاسي ناخوښیو له امله له جدي ستونزو سره مخ دی.

واشنګټن خپلو وګړو ته:د ایران له احتمالي بریدونو ځانونه خوندي کړئ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د روان کړکېچ له زیاتېدو وروسته خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې د ایران ملاتړې ډلې ښايي نه یوازې په سیمه، بلکې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې هم د امریکا پر ګټو او امریکايي وګړو پورې تړلي اهداف په نښه کړي.

وزارت له امریکایانو غوښتي چې د سفر پر مهال له زیات احتیاطه کار واخلي، د امنیتي وضعیت وروستي بدلونونه تعقیب کړي او د امریکا د سفارتونو او قونسلګریو امنیتي لارښوونې عملي کړي.

دغه خبرداری داسې مهال خپرېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ پوځي کړکېچ لا هم روان دی او د دواړو لورو ترمنځ د بریدونو او غبرګونونو لړۍ دوام لري، چې له امله یې د سیمې او نړۍ په کچه د امنیتي ګواښونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

مجتبی خامنه‌يي امريکا ته:که پر ايران مو پوځي فشار دوام وکړي، نه هېرېدونکي درسونه به درکړو

0

د ایران رسنیو د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌يي یو لیکلی پیغام خپور کړی چې پکې یې امریکا د روان کړکېچ اصلي عامل بللې او خبرداری یې ورکړی، که د امریکا پوځي اقدامات او فشارونه دوام وکړي، ایران او د سپاه پاسداران متحدین به امریکا ته نه هېرېدونکي درسونه ورکړي.

نوموړي ویلي، د ایران ملت به د هر ډول برید پر وړاندې کلک غبرګون وښيي او ټینګار یې کړی چې د امریکا وروستي اقدامات به بې‌ځوابه پاتې نه شي.

هغه همداراز ويلي چې د ډونالډ ټرمپ حکومت له تهران سره شوی تفاهم‌لیک څو ځله نقض کړی او د امریکا د ولسمشر لاسلیک یې «بې‌اعتباره» بللی دی.

مجتبی خامنه‌يي په خپل پیغام کې د ایران دننه هغو نیوکو ته هم اشاره کړې چې له امریکا سره د خبرو او تفاهم‌لیک د لاسلیک له امله پر چارواکو کېږي.

نوموړي دا نیوکې ارزښتناکې بللې ځو ویلي چې دا اختلافونه باید د هېواد ملي یووالی او ټولنیز انسجام زیانمن نه کړي.