د نیمروز لپاره د طالبانو حکومت امنیتي چارواکي وایي، امنیتي ځواکونو د هغو پنځو افغان ځوانانو جسدونه موندلي چې ایران ته د تګ پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی.
په داسې حال کې چې د ۱۴ نورو کسانو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د نیمروز د امنیې قوماندانۍ ویاند ګل محمد قدرت ویلي، دغه کسان د هلمند او نیمروز د دښتو له لارې ایران ته د اوښتو په هڅه کې وو؛ خو د لارې له ورکېدو وروسته د سختې ګرمۍ او اوبو د کمښت له امله له مرګوني وضعیت سره مخ شوي.
د نوموړي په وینا، د ژغورنې او پلټنې ډلې لا هم په سیمه کې د ورک شویو کسانو د موندلو عملیات پر مخ وړي.
د راپورونو له مخې، د دې ډلې ټول شمېر ۱۹ تنه و، چې د قاچاقي سفر پر مهال د دښتې سختو شرایطو، ګرمۍ او تندې له امله د انساني ناورین سبب شوي دي.

