يو شمېر سياسي شنونکي وايي، چې پاکستان یو ځل بیا د داسې وضعیت سره مخ دی چې امنیتي او سیاسي ستونزې یې یو له بل سره تړلې شوې دي.
د شنونکو په باور، په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د وسلهوالو ډلو د بریدونو زیاتوالی، پر پوځ د علني نیوکو پراخېدل او د مرکزي حکومت او ایالتي ادارو ترمنځ اختلافات د دغه هېواد د واکمنۍ او امنیتي وضعیت په اړه نوې اندېښنې راپورته کړې دي.
د راپورونو له مخې، په تېرو دوو ورځو کې په دیر سفلی کې پر یوه پوځي پوسته برید او په مستونګ کې د پوځ پر کاروان بریدونه شوي دي.
همداراز، د بلوچ ازادۍ غوښتونکې ډلې د بلوچستان د یوه برید مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې پاکستاني ځواکونو ته یې درانه زیانونه اړولي.
شنونکي وايي، که څه هم د وسلهوالو ډلو د تلفاتو شمېرې نه شي تاییدېدای، خو دا روښانه ده چې یادې ډلې لا هم د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د عملیاتو وړتیا لري او فعالیتونه یې یوازې یوې سیمې پورې محدود نه دي.
د پاکستان پوځ، چې له اوږدې مودې راهیسې ځان د هېواد د ثبات اصلي ستن بولي، اوس له څو اړخیزو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
په ځانګړي ډول په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ناامني د لنډمهالې ستونزې پر ځای د ورځني ژوند په یوه برخه بدله شوې ده.
شنونکي دغه راز خبرداری ورکوي چې د امنیتي ستونزو دوام او سیاسي اختلافات ښايي د پاکستان پر داخلي ثبات او د واک پر توازن نور هم اغېز وکړي.

