رویټرز خبري اژانس د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان غواړي له کوېټ سره د انرژۍ د همکاریو او پانګونې د پراختیا په بدل کې یوه دفاعي هوکړه لاسلیک کړي.
د راپور له مخې، د دې احتمالي هوکړې خبرې لا هم په لومړنیو پړاوونو کې دي، خو د ایران او امریکا ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو له امله د دې تړون راتلونکی له پېچلتیاوو سره مخ بلل کېږي.
پاکستان تېر کال له سعودي عربستان سره هم یوه دفاعي هوکړه کړې وه، چې له مخې یې د سعودي پر ضد هر ډول برید د پاکستان پر ضد برید ګڼل کېږي.
په ورته وخت کې سیاسي شنونکي اندېښنه لري چې له کوېټ سره د ورته دفاعي تړون رامنځته کېدل ښايي د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي شخړو پر مهال د پاکستان د منځګړیتوب رول اغېزمن کړي، ځکه اسلاماباد هڅه کوي له دواړو لورو سره اړیکې وساتي.
تر اوسه پاکستان او کوېټ د دې احتمالي دفاعي هوکړې په اړه رسمي اعلان نه دی کړی.

