د چین او پاکستان د اقتصادي دهلېز (CPEC) د راتلونکې په اړه د اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هڅه کړې چې د دې پروژو د احتمالي درېدلو راپورونه کماهمیته وښيي.
د راپورونو له مخې، په بلوچستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو د یو شمېر چینايي پروژو فعالیتونه له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.
د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، د سیندک کان پروژه د امنیتي ګواښونو او د تجهیزاتو د لېږد د ستونزو له امله د بندېدو له خطر سره مخ ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې د دغو راپورونو په اړه روښانه معلومات ورنه کړل او هڅه یې وکړه چې موجودې اندېښنې کمې وښيي.
خو منتقدین وايي، حکومت غواړي د ستراتیژیکو چینايي پروژو د ستونزو په اړه معلومات پټ وساتي.
بل لورته اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي چې که په بلوچستان کې ناامني دوام وکړي، د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز به له یوه لوی بحران سره مخ شي او دا وضعیت ښايي په پاکستان کې د چین راتلونکې پانګونې هم اغېزمنې کړي.

