جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 18

سنټکام:اردن کې د ایران له برید وروسته د ورک شوي امریکایي سرتېري د لټون پر مهال ناپیژانده جسدونه موندل شوي

0

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام (CENTCOM) اعلان کړی چې په اردن کې د ایران د جولای ۱۷مې برید وروسته د ورک شوي امریکایي سرتېري د لټون پر مهال ناپېژندل شوي جسدونه موندل شوي او د هویت د تثبیت بهیر یې دوام لري.

همدارنګه، د عراق په شمال کې یو امریکایي سرتېری د ایران د راغورځېدلي ځانمرګي ډرون د ناچاودېدلو مهماتو د شنډولو پر مهال وژل شوی او بل سرتېری ټپي شوی دی.

امریکایي پوځ د وژل شویو سرتېرو هویت تر اوسه نه دی افشا کړی او وایي دا پرېکړه د هغوی د کورنیو د درناوي لپاره شوې ده.

چين؛په چونګ چينګ ښار کې ځمک‌ښوويېدنې استوګنيزې ودانۍ نړولي

0

د چین د چونګ چینګ ښار کې د یوې زورورې ځمک‌ښوویېدنې له امله څو څوپوړیزې استوګنیزې ودانۍ نړېدلې او لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، ګڼ شمېر نور کسان ښايي لا هم د ودانیو تر کنډوالو لاندې ایسار وي او د ژغورنې ډلې د هغوی د موندلو لپاره عملیات روان ساتلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې د موټرو د ډش‌کام ویډیوګانې هغه شېبې ښيي چې ځمکه ښوېږي او ورسره څو استوګنیزې ودانۍ نړېږي.

چارواکي وایي، د دې ځمک‌ښوویېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د ژغورنې او بېړنیو خدمتونو ډلې سیمې ته رسېدلې او هڅه کوي چې د کنډوالو لاندې احتمالي ایسار کسان وژغوري.

پاکستان:د فحاشۍ د زیاتېدو له امله د ټیک‌ټاک لایو د بندولو پر امکان غور کوو

0

د پاکستان حکومت د ټیک‌ټاک د «ټيک‌ټاک لايو» خدمت د بندولو پر امکان غور کوي.

راپورونه وايي، د دې پرېکړې تر شا د دغې برخې له لارې د فحش او نامناسبو محتواوو د زیاتېدو اندېښنې مطرح شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، اړوند حکومتي ادارې د ټیک‌ټاک لایو فعالیتونه ارزوي او د ټولنیزو او اخلاقي اغېزو په اړه یې سلا مشورې روانې دي.

چارواکي وايي، که ثابته شي چې د ټیک‌ټاک لایو له لارې د هېواد قوانین او اخلاقي اصول په دوامداره توګه تر پښو لاندې کېږي، نو د دې خدمت د محدودولو یا بندولو په اړه پرېکړه کېدای شي.

تر اوسه د پاکستان حکومت د ټیک‌ټاک لایو د بندولو وروستۍ پرېکړه نه ده اعلان کړې او نه هم ټیک‌ټاک په دې اړه رسمي غبرګون ښودلی دی.

پاکستان تر دې وړاندې هم څو ځله د نامناسبو محتواوو د خپرېدو له امله پر ټیک‌ټاک لنډمهاله بندیزونه لګولي او له دې شرکت څخه یې د محتوا د څار او تنظیم غوښتنه کړې ده.

عباس عراقچي:د ایران د مشرانو د غونډو افشا کېدل ښايي د امنیتي نيمګړتيا له امله و

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران د رهبرۍ پر دفتر برید او د یو شمېر لوړپوړو پوځي او سیاسي چارواکو وژل کېدل ښايي د یوې امنیتي نیمګړتیا له امله شوي وي.

عراقچي د ایران په دولتي تلویزیون کې یوې خپرونې ته ویلي، داسې ښکاري چې یو امنیتي نفوذ یا تشه موجوده وه چې د جګړې له لومړۍ ورځې د لوړپوړو چارواکو له غونډو خبر وه.

هغه ويلي چې د ایران د رهبرۍ د دفتر د برید پر مهال د علي اصغر حجازي دفتر او هغه غونډه هم هدف و چې ده پکې ګډون درلود.

عراقچي ویلي، هغه د برید په ورځ سهار له حجازي سره لیدلي وو او د مذاکراتو او د جګړې د وضعیت په اړه یې راپور ورکړی و؛ خو وروسته هماغه ځای په نښه شو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې په هماغه ورځ د بهرنیو اړیکو د ستراتیژیکې شورا غونډه هم له ټاکل شوي ځایه بهر جوړه شوې وه، خو د دې بدلون لامل روښانه نه و.

هغه د علي شمخاني د غونډې یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې شمخاني له یو شمېر پوځي قوماندانانو سره غونډه کړې وه چې هغه او د غونډې یو شمېر ګډونوال په برید کې ووژل شول.

عراقچي ویلي، د ایران له خوا له مخکې پلان شوی و چې که د هېواد پر رهبر برید وشي، د هرمز تنګي د تړلو په ګډون به ځوابي اقدامات ترسره کړي.

پاکستانۍ اداکاره:د کرکټ ملي لوبډلی يو مشهور لوبغاړی زما د بدنامولو او ځورولو هڅه کوي

0

پاکستانۍ موډله او اداکاره هما سلیم وايي، د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې له یوه مشهور کرکټ لوبغاړي سره د اړیکې له ختمېدو وروسته د هغه له لوري د ځورونې او ګواښونو سره مخ شوې ده.

هما سلیم د خپل انسټاګرام حساب له لارې، چې وروسته یې دغه پوسټ لرې کړی، ادعا کړې چې له یاد لوبغاړي سره یې اړیکه لرله، خو له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې یې اړیکه پرې کړې او بیا هم نوموړی هغې ته پیغامونه استوي او د هغې کورنۍ، ملګرو او کاري اړیکو سره یې تماس نیولی دی.

هغې ویلي چې دغه لوبغاړي یې د مسلکي بدنامولو هڅه هم کړې او ادعا یې کړې چې د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره اسناد او شواهد لري.

هما سلیم ویلي: «زه غواړم هغه کرکټ لوبغاړی افشا کړم چې ما ځوروي، خوښوم چې موضوع د قانون له لارې تعقیب کړم.»

هغې دا ادعا هم کړې چې د خپل قانوني ټیم له لارې به اقدام وکړي، خو د لوبغاړي نوم یې نه دی اخیستی.

تر اوسه د پاکستان کرکټ بورډ او یاد شوي لوبغاړي په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

پاکستان؛چین ته د خرو د غوښې صادرات پيل کړل

0

پاکستان چین ته د خرو د غوښې د صادراتو بهیر پیل کړی، چې د دغه هېواد د مالدارۍ او غوښې د صادراتو په برخه کې یوه نوې تجربه بلل کېږي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان له بلوچستان څخه د خرو د غوښې لومړنۍ محموله چې شاوخوا ۲۷.۵ مټریک ټنه وزن لري، چین ته لېږل شوې ده.

دغه محموله د ګوادر د ازادې سوداګرۍ سیمې له یوې فابریکې څخه صادره شوې ده.

پاکستاني چارواکي وايي، د خرو د غوښې صادرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا یوه برخه ده او تمه لري چې په راتلونکې کې به د دې محصول صادرات نور هم زیات شي.

د راپورونو له مخې، د صادراتو لپاره د خرو غوښه د روغتیايي معیارونو له مخې پروسس شوې او د چین بازار ته د لېږلو لپاره چمتو شوې ده.

چین په نړۍ کې د خرو د محصولاتو له مهمو بازارونو څخه ګڼل کېږي، چې د خرو غوښه او پوستکي پکې د بېلابېلو موخو لپاره کارول کېږي.

ایا په نورو سیارو کې ژوند شته؟ساینسپوهانو د ځمکې په څېر يوه لرې سياره کې نوې نښې وموندلې

0

ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د لمریز نظام نه بهر یوه د ځمکې په څېر ډبرینه سیاره موندلې چې شاوخوا یې د فضا د موجودیت نښې لیدل شوې دي.

د څېړونکو په وینا، دغه سیاره د خپل ستوري د اوسېدو وړ سیمې (Habitable Zone) کې ګرځي، هغه سیمه چې هلته د اوبو او د ژوند د امکان شرایط برابرېدای شي.

د څېړنې له مخې، د دې سیارې په فضا کې د هیلیم ګاز نښې موندل شوې دي.

که څه هم هیلیم د ژوند لپاره مناسب ګاز نه دی، خو ساینسپوهان وايي امکان لري چې په دې فضا کې نور ګازونه هم موجود وي چې د ژوند د شرایطو په اړه نور معلومات ورکړي.

د هارورډ پوهنتون څېړونکي ډاکټر کولن چیروبیم، چې د دې څېړنې اصلي لیکوال دی، دا موندنه لویه علمي لاسته راوړنه بللې ده.

ساینسپوهان وايي، دا کشف ښيي چې د ځمکې په څېر شرایط یوازې زموږ په لمریز نظام پورې محدود نه دي او کېدای شي د کایناتو په نورو برخو کې هم داسې سیارې موجودې وي چې د ژوند د شتون امکان ولري.

د افغانستان اشغال؛کلونه وړاندې په همدې ورځ هغه لامل چې د مسکو اولمپیک یې بایکاټ کړ

د ۱۹۸۰ کال د جولای په ۱۹مه د امریکا ولسمشر جیمي کارټر د شوروي اتحاد له لوري د افغانستان د اشغال په غبرګون کې د مسکو د اولمپیک لوبو د بایکاټ امر وکړ.

امریکا، جرمني او ۶۳ نورو لوېدیځو هېوادونو د شوروي پر ضد د اعتراض په توګه دغو لوبو ته خپل ورزشکاران ونه لېږل.

دا د اولمپیک په تاریخ کې لومړی لوی سیاسي بایکاټ و چې د نړیوالو سیالیو پر بهیر یې پراخ اغېز وکړ.

که څه هم د بریتانیا او ایټالیا په ګډون ۱۶ لوېدیځو هېوادونو بایکاټ ونه کړ او په لوبو کې یې ګډون وکړ، خو د ډېرو پیاوړو لوبغاړو نشتون د سیالیو فضا بدله کړه.

څلور کاله وروسته، شوروي اتحاد او د ختیځ بلاک ۱۴ هېوادونو د غبرګون په توګه د ۱۹۸۴ کال د لاس انجلس اولمپیک لوبې بایکاټ کړې؛ خو رومانیا، یوګوسلاویا او چین په دغو لوبو کې ګډون وکړ.

ایران یو له هغو محدودو هېوادونو څخه و چې د ۱۹۸۰ او ۱۹۸۴ دواړو اولمپیکونو ته یې ورزشکاران ونه لېږل.

د نیویارک مسلمان ښاروال:که نتنیاهو نیویارک ته راشي، د نیولو قانوني امکان یې ارزوو

0

د امریکا د نیویارک مسلمان ښاروال زهران ممداني ویلي، که د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې غونډې لپاره نیویارک ته سفر وکړي، د هغه د احتمالي نیولو قانوني اړخونه تر ارزونې لاندې دي.

ممداني د نیویارک ټایمز سره په یوې مرکې کې ویلي، د ښار حقوقي څانګه د دې موضوع قانوني امکانات په جدي ډول څېړي.

نوموړي زیاته کړې چې د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یې هم ژمنه کړې وه چې که قانون اجازه ورکړي، د نړیوالو جنایي محکمې (ICC) له پرېکړو سره به سم عمل وکړي.

هغه ویلي: «زما په اند د نتنیاهو ځای په هاګ کې دی. پر هغه د نړیوالې جنایي محکمې له خوا د جنګي جرمونو تورونه لګېدلي او ګڼ کسان باور لري چې د هغه د سیاستونو له امله سخت بشري زیانونه اوښتي دي.»

کله چې له ممداني وپوښتل شول چې قانون ورته د داسې اقدام اجازه ورکوي که نه، نوموړي وویل چې دا موضوع لا هم د حقوقي سلاکارانو تر ارزونې لاندې ده او د قانون له چوکاټه بهر به هېڅ اقدام ونه کړي.

په مقابل کې، اسراییل د ممداني څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی او هغه یې غیرمسؤلانه او د سیاسي انګېزو څرګندونې بللې دي.

د یادونې وړ ده چې نړیوالې جنایي محکمې د نتنیاهو د نیولو حکم صادر کړی، خو امریکا د دغې محکمې غړیتوب نه لري، له همدې امله د هر ډول احتمالي اقدام قانوني او سیاسي اړخونه لا هم د بحث موضوع ده.

د هسپانیا د فوټبال پخوانی لوبغاړی:هسپانیا د نړیوال جام دوهم ځل اتلولۍ نه یوازې یو ګام لرې دی

0

د هسپانیا د فوټبال پخواني لوبغاړي او اوس د بي‌بي‌سي سپورټ کالم لیکونکي سیزار ازپیلیکویټا ویلي، د نړیوال جام پایلوبې شېبه رارسېدلې او هسپانیا د خپل دوهم نړیوال جام اتلولۍ له ګټلو یوازې یو ګام لرې ده.

ازپیلیکویټا په خپل لیک کې ویلي، د نړیوال جام د ګټلو لپاره هسپانیا ته کومه فوق‌العاده کار ته اړتیا نشته، بلکې باید ارامه پاتې شي او هماغسې لوبه وکړي لکه تر دې دمه یې چې کړې ده.

نوموړي ویلي، د ټول ټورنمنټ د پوښښ وروسته بېرته مادرید ته ستون شوی او له نږدې یې د هسپانیا د لوبډلې پرمختګ څارلی دی.

هغه ټینګار کړی چې د هسپانیا د بریا راز په خپل سبک، باور او د لوبې په دوام کې دی، نه په دې چې د پایلوبې لپاره خپل تګلاره بدله کړي.

هسپانیا تر دې وړاندې یو ځل، په ۲۰۱۰ کال کې، نړیوال جام ګټلی و او اوس هڅه کوي چې دوهم ځل د نړۍ اتلولي خپله کړي.