جمعه, جولای 31, 2026
Home Blog Page 17

د کشمیر فعال سردار امان:د پاکستان حکومت د زورواکو او نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو مرکز دی

0

د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې فعالې څېرې سردار امان د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې خلک نور د موجودو شرایطو د دوام توان نه لري.

سردار امان په یوه وینا کې د حکومت پر جوړښت نیوکه کړې او ویلي یې دي: «موږ نور له دې حکومت سره ژوند نه شو کولای. دا حکومت نه دی؛ بلکې د زورواکو او د نشه‌يي توکو د قاچاقبرانو مرکز دی.»

هغه همداراز ادعا کړې چې په پاکستان کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د ډېرو شبکو تر شا د پوځ کسان ولاړ دي او د خپلې خبرې د ټینګار لپاره یې ویلي چې دا خبره په «شهادت» یادوي.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په پاکستان کې د پوځ د سیاسي او امنیتي رول په اړه له یو شمېر سیاسي او ټولنیزو جریانونو له خوا نیوکې روانې دي.

د پوځ منتقدین ادعا کوي چې دغه اداره له خپل دفاعي رول څخه هاخوا په سیاسي چارو کې نفوذ لري.

نوې څېړنه:د مصنوعي وېښتانو کارول د سینې د سرطان خطر زیاتوي

0

یوه نوې څېړنه ښيي چې د مصنوعي وېښتانو د لګولو لپاره په کارېدونکو سرېښو کې داسې کیمیاوي مواد موندل شوي چې ښايي د سینې سرطان او د هورمونونو د ګډوډۍ له خطر سره تړاو ولري.

د امریکا د کیمیاوي ټولنې په ژورنال کې خپره شوې څېړنه کې ساینسپوهانو د وېښتانو د اوږدولو د بېلابېلو محصولاتو، لکه وېګ، برېډنګ وېښتان، وېوز او کلپ-اېن ډولونو بېلګې ارزولې دي.

څېړونکو ویلي، په ډېرو ازمویل شوو محصولاتو کې نږدې ۵۰ احتمالي خطرناک کیمیاوي مواد موندل شوي دي.

د دوی په وینا، دا مواد ځکه د اندېښنې وړ دي چې مصنوعي وېښتان د اوږدې مودې لپاره د سر له پوستکي سره مستقیم تماس لري.

د څېړنې اصلي لیکوالې ډاکټرې الیسیا فرانکلن ویلي، مصرفوونکي باید پوه شي چې د ښکلا په ځینو محصولاتو کې کوم کیمیاوي مواد کارول کېږي، ځکه دغه مواد کېدای شي د اوږدې مودې لپاره د پوستکي له لارې بدن ته داخل شي.

ساینسپوهان وايي، د مصنوعي وېښتانو نړیوال بازار په چټکۍ وده کوي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به یې ارزښت له ۱۴ میلیاردو ډالرو واوړي، خو د روغتیايي خوندیتوب په اړه یې لا هم جدي پوښتنې شته.

څېړونکي ټینګار کوي چې د دې صنعت لپاره د لا سختو مقرراتو او د تولیداتو د موادو په اړه د لا زیاتې روڼتیا اړتیا لیدل کېږي.

ټي‌ټي‌پي وسله والو؛په جنوبي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځي پوسته د لاسي بمونو برید کړی

0

ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان يا ټي‌ټي‌پي وسله‌والو د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان د «سارا روغه» ولسوالۍ اړوند د «اریان‌خولا» په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې پوستې د لاسي بمونو برید کړی دی.

د سرچینو په وینا، وسله‌والو د پوځ پر پوسته څلور لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې پاکستاني سرتېرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده؛ خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند شوی.

تر دې دمه د پاکستاني چارواکو یا پوځ له لوري د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.

دا برید په داسې مهال شوی چې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د پخوانیو قبایلي سیمو په ګډون، د وسله‌والو بریدونو لړۍ په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده.

پاکستانی تحليلګر:پوځ نور یوازې پوځي اداره نه ده، بلکې سیاسي ځواک ګرځېدلی

0

پاکستاني سیاسي تحليلګر او خبریال معید پیرزاده د دغه هېواد د پوځ د رول په اړه سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې پوځ نور یوازې یوه پوځي اداره نه ده، بلکې په یوه پیاوړي سیاسي ځواک بدل شوی دی.

پیرزاده په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي: «پاکستان عادي پوځ نه لري، بلکې یو وسله‌وال سیاسي ځواک شته چې د پاکستان پوځ په نوم فعالیت کوي او مشري یې عاصم منیر کوي.»

هغه ادعا کړې چې پوځ د هېواد له دودیزو دفاعي دندو څخه بهر تللی او د سیاسي پرېکړو، حکومتي چارو او د هېواد د سیاسي بهیرونو په اغېزمنولو کې پراخ رول لري.

د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې د پاکستان د پوځ سیاسي نفوذ له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده.

د پوځ منتقدین وايي چې دغه اداره په کورنیو سیاسي چارو کې له خپل اصلي رول څخه زیاته ونډه اخلي او دا کار د سیاسي بې‌ثباتۍ یو مهم لامل ګڼي.

له بلې خوا، د پاکستان پوځ تل ټینګار کړی چې د هېواد امنیت او دفاع یې اصلي مسؤلیت دی او په سیاسي چارو کې بې‌طرفه پاتې کېږي.

۵۷ کاله وړاندې د انسان لومړی ګام پر سپوږمۍ؛ د اپولو ۱۱ تاریخي سفر کیسه

0

۵۷ کاله مخکې د ۱۹۶۹ کال د جولای په ۲۰مه نېټه د بشري تاریخ یوه داسې شېبه رامنځته شوه چې د ساینس او فضايي څېړنو په تاریخ کې یې تلپاتې نوم ثبت کړ.

په همدې ورځ امریکايي ستورمزلي نیل ارمسترانګ د لومړي انسان په توګه د سپوږمۍ پر سطحه پښه کېښوده.

دا تاریخي سفر د امریکا د فضايي ادارې ناسا د «اپولو ۱۱» ماموریت برخه وه.

دغه فضايي بېړۍ د ۱۹۶۹ کال د جولای په ۱۶مه د امریکا له فلوریډا ایالت څخه د «ساترن ۵» راکټ په وسیله وتوغول شوه.

په دې ماموریت کې درې ستورمزلي شامل وو: نیل ارمسترانګ، ایدوین «بز» الدرین او مایکل کولینز.

کله چې اپولو ۱۱ سپوږمۍ ته ورسېده، ارمسترانګ او الدرین د «ایګل» په نوم د سپوږمۍ وړې بېړۍ له لارې د سپوږمۍ سطحې ته ښکته شول، په داسې حال کې چې مایکل کولینز د سپوږمۍ په مدار کې د اصلي فضايي بېړۍ کنټرول ته پاتې شو.

ارمسترانګ د سپوږمۍ پر سطحه د ښکته کېدو پر مهال هغه مشهوره جمله وويله:

«دا د انسان لپاره یو کوچنی ګام دی، خو د بشریت لپاره یو ستر ګام دی.»

دوی شاوخوا دوه نیم ساعته د سپوږمۍ پر سطحه تېر کړل، د خاورې او ډبرو نمونې یې راټولې کړې، عکسونه یې واخیستل او د علمي څېړنو لپاره یې مهم معلومات برابر کړل.

د اپولو ۱۱ ستورمزلو نږدې ۲۱ کیلوګرامه د سپوږمۍ ډبرې او خاوره له ځان سره ځمکې ته راوړه.

د دې سفر تر ټولو ځانګړې شېبه هغه وه چې ارمسترانګ د سپوږمۍ پر خاوره لومړی ګام کېښود؛ هغه صحنه د نړۍ شاوخوا ۶۰۰ میلیونو خلکو د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه ولیده، چې هغه مهال د انسانانو لپاره یو بې‌سارې نړیواله پېښه وه.

د اپولو ۱۱ بریا د امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ د فضايي سیالۍ په دوره کې یوه ستره لاسته راوړنه وه.

امریکا غوښتل ثابته کړي چې په فضايي ټکنالوژۍ کې مخکښه ده، ځکه هغه وخت د سړې جګړې له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سیالي ډېره ګرمه وه.

نیل ارمسترانګ وروسته وویل چې د سپوږمۍ پر سطحه تګ ورته د وېرې پر ځای د مسؤلیت احساس ورکاوه.

هغه په ۲۰۱۲ کال کې د ۸۲ کلونو په عمر وفات شو، خو نوم یې د بشر د فضايي تاریخ له تر ټولو مشهورو څېرو څخه پاتې شو.

تر نن ورځې پورې د اپولو ۱۱ ماموریت د انسان د علم، زړورتیا او تخنیکي پرمختګ له تر ټولو لویو بریاوو څخه ګڼل کېږي، او د ارمسترانګ هغه لومړی ګام لا هم د نړۍ د میلیونونو خلکو لپاره د الهام سرچینه ده.

مولانا فضل‌الرحمن:د ټانک پولیسو له پوځ سره د جګړې نه کولو ژمنه کړې

0

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ادعا کړې چې څلور ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پولیسو، د سیمې د پولیس مشر په ګډون، په یوه جومات کې پر قرآن لاس ایښی او ژمنه یې کړې چې د پاکستان د پوځ ترڅنګ به جګړې ته نه ځي.

فضل‌الرحمن ویلي، پولیسو دا اعلان هم کړی چې که د دوی له ډلې کوم سرتېری په نښتو کې ووژل شي، نو اجازه به ورنه کړي چې د پاکستان د پوځ کوم غړی یې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د هغه دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او وسله‌والو نښتو د زیاتېدو له امله د پاکستان د امنیتي ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي تر پخوا ډېرې تر بحث لاندې راغلي دي.

د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي چې د پولیسو دا دریځ د امنیتي ادارو ترمنځ د باور د کمېدو نښه ده او ښيي چې په پاکستان کې د داخلي امنیت د مدیریت پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته شوې دي.

تر اوسه د ټانک ولسوالۍ پولیسو یا د پاکستان پوځ د مولانا فضل‌الرحمن د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځ رول له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده، ځکه په دغه ایالت کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو کې دواړه امنیتي ادارې مهم رول لري.

عباس عراقچي:له مجتبی خامنه‌يي سره مې تر اوسه نه دي لیدلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې د وروستۍ جګړې په موده کې یې له مجتبی خامنه‌يي سره شخصي لیدنه نه ده کړې او یوازې د ایران د نظام یو شمېر محدودو کسانو ورسره کتلي دي.

عراقچي په یوه ویډیويي مرکه کې ویلي چې د مجتبی خامنه‌يي د احتمالي مشر په توګه مطرح کېدل، د ده په وینا، امریکا ته د ایران د ځواک او د رهبرۍ د دوام پیغام و.

نوموړي د علي خامنه‌يي پر استوګنځي د برید په اړه وویل چې دا پېښه د امنیتي کمزورۍ له امله رامنځته شوې وه.

هغه زیاته کړه چې دغه تشه یوازې امنیتي ستونزه نه وه، بلکې د پرېکړو او پالیسۍ جوړولو پر بهیر یې هم اغېز کړی و.

عراقچي وویل چې د برید پر ورځ د بیت له ځایه د وتلو پر مهال یې د امنیتي مسؤل حجازي څخه پوښتنه کړې وه چې ایا مشر هلته شته که نه، خو هغه هم پرې خبر نه و.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ادعا وکړه چې په څو ثانیو کې د استوګنځي پر ودانۍ څو پرله‌پسې بریدونه شوي، چې پکې د ځینو کسانو د وژل کېدو یادونه یې هم وکړه.

هغه بیا ټینګار وکړ چې د ایران پخوانی مشر علي خامنه‌يي د اسراییل او امریکا د بریدونو په لومړۍ ورځ وژل شوی و.

عراقچي د اټومي مذاکراتو په اړه وویل چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا تر څار لاندې یوه ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه چې د خبرو بهیر یې څاره، او مهمې پرېکړې د همدې چوکاټ له لارې ترسره کېدې.

هغه زیاته کړه چې تهران ته سپارښتنه شوې وه چې د یورانیمو د بډاینې د درولو غوښتنه ونه مني، ځکه د ده په باور، دا به داسې تعبیر شي چې مقابل لوري د جګړې له لارې خپلې موخې ترلاسه کړې دي.

فیفا د ۲۰۲۶ نړیوال جام؛د جایزو ریکارډي انعامونه اعلان کړل، اتله لوبډله به ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي

0

فیفا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د جایزو رسمي جزییات خپاره کړي چې له مخې یې د دې سیالیو اتله لوبډله به د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو لوی نغدي انعام، یعنې ۵۰ میلیون امریکایي ډالر، ترلاسه کړي.

د دویم مقام ګټونکې لوبډله به ۳۳ میلیون ډالر په خپل نوم کړي.

د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربه‌توب ترسره شوی ۲۰۲۶ نړیوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره شو، چې له همدې امله د جایزو ټولیز صندوق هم د پخوا په پرتله د پام وړ زیات شوی دی.

د فیفا د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ نړیوال جام لپاره د جایزو ټولیز صندوق ۶۵۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی، چې د نړیوال جام په تاریخ کې تر ټولو ستر مالي انعامي صندوق ګڼل کېږي.

په درېیم مقام سیالۍ کې انګلستان فرانسې ته ماتې ورکړه او د ۲۹ میلیون ډالرو جایزه یې وګټله، په داسې حال کې چې فرانسې د څلورم مقام په ترلاسه کولو سره ۲۷ میلیون ډالر ترلاسه کړل.

د جایزو د وېش له مخې، کوارټر فاینل ته رسېدلو لوبډلو (ناروې، بلجیم، مراکش او سویس) هرې یوې ته ۱۹ میلیون ډالر ورکول کېږي. له ۹م تر ۱۶م مقام پورې لوبډلې (مکسیکو، کولمبیا، برازیل، امریکا، پرتګال، کاناډا، مصر او پاراګوای) هره یوه ۱۵ میلیون ډالر ترلاسه کوي.

همداراز، له ۱۷م تر ۳۲م مقام پورې لوبډلو ته ۱۱ میلیون ډالر او له ۳۳م تر ۴۸م مقام پورې ټولو لوبډلو ته ۹ میلیون ډالر ځانګړي شوي دي.

فیفا سربېره پر دې، هرې ګډونوالې لوبډلې ته د چمتووالي او اداري لګښتونو لپاره ۱.۵ میلیون ډالر اضافي مرسته هم ورکړې ده.

د يادونې وړ ده چې تېره شپه په يوه زړه پورې لوبه کې هسپانيا ارجنټاین ته ماتې ورکړه او د ۲۰۲۶ کال اتله لوبډله شوه.

سنټکام:اردن کې د ایران له برید وروسته د ورک شوي امریکایي سرتېري د لټون پر مهال ناپیژانده جسدونه موندل شوي

0

د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام (CENTCOM) اعلان کړی چې په اردن کې د ایران د جولای ۱۷مې برید وروسته د ورک شوي امریکایي سرتېري د لټون پر مهال ناپېژندل شوي جسدونه موندل شوي او د هویت د تثبیت بهیر یې دوام لري.

همدارنګه، د عراق په شمال کې یو امریکایي سرتېری د ایران د راغورځېدلي ځانمرګي ډرون د ناچاودېدلو مهماتو د شنډولو پر مهال وژل شوی او بل سرتېری ټپي شوی دی.

امریکایي پوځ د وژل شویو سرتېرو هویت تر اوسه نه دی افشا کړی او وایي دا پرېکړه د هغوی د کورنیو د درناوي لپاره شوې ده.

چين؛په چونګ چينګ ښار کې ځمک‌ښوويېدنې استوګنيزې ودانۍ نړولي

0

د چین د چونګ چینګ ښار کې د یوې زورورې ځمک‌ښوویېدنې له امله څو څوپوړیزې استوګنیزې ودانۍ نړېدلې او لږ تر لږه اووه کسان پکې وژل شوي دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، ګڼ شمېر نور کسان ښايي لا هم د ودانیو تر کنډوالو لاندې ایسار وي او د ژغورنې ډلې د هغوی د موندلو لپاره عملیات روان ساتلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې د موټرو د ډش‌کام ویډیوګانې هغه شېبې ښيي چې ځمکه ښوېږي او ورسره څو استوګنیزې ودانۍ نړېږي.

چارواکي وایي، د دې ځمک‌ښوویېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی او د پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د ژغورنې او بېړنیو خدمتونو ډلې سیمې ته رسېدلې او هڅه کوي چې د کنډوالو لاندې احتمالي ایسار کسان وژغوري.