د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې فعالې څېرې سردار امان د دغه هېواد پر سیاسي او امنیتي وضعیت سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي چې خلک نور د موجودو شرایطو د دوام توان نه لري.
سردار امان په یوه وینا کې د حکومت پر جوړښت نیوکه کړې او ویلي یې دي: «موږ نور له دې حکومت سره ژوند نه شو کولای. دا حکومت نه دی؛ بلکې د زورواکو او د نشهيي توکو د قاچاقبرانو مرکز دی.»
هغه همداراز ادعا کړې چې په پاکستان کې د نشهيي توکو د قاچاق د ډېرو شبکو تر شا د پوځ کسان ولاړ دي او د خپلې خبرې د ټینګار لپاره یې ویلي چې دا خبره په «شهادت» یادوي.
د نوموړي دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په پاکستان کې د پوځ د سیاسي او امنیتي رول په اړه له یو شمېر سیاسي او ټولنیزو جریانونو له خوا نیوکې روانې دي.
د پوځ منتقدین ادعا کوي چې دغه اداره له خپل دفاعي رول څخه هاخوا په سیاسي چارو کې نفوذ لري.

