د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن ادعا کړې چې څلور ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسوالۍ پولیسو، د سیمې د پولیس مشر په ګډون، په یوه جومات کې پر قرآن لاس ایښی او ژمنه یې کړې چې د پاکستان د پوځ ترڅنګ به جګړې ته نه ځي.
فضلالرحمن ویلي، پولیسو دا اعلان هم کړی چې که د دوی له ډلې کوم سرتېری په نښتو کې ووژل شي، نو اجازه به ورنه کړي چې د پاکستان د پوځ کوم غړی یې د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي.
د هغه دا څرګندونې په داسې مهال دي چې په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ او وسلهوالو نښتو د زیاتېدو له امله د پاکستان د امنیتي ادارو ترمنځ اړیکې او همغږي تر پخوا ډېرې تر بحث لاندې راغلي دي.
د جمعیت علمای اسلام مشر ویلي چې د پولیسو دا دریځ د امنیتي ادارو ترمنځ د باور د کمېدو نښه ده او ښيي چې په پاکستان کې د داخلي امنیت د مدیریت پر وړاندې نوې ننګونې رامنځته شوې دي.
تر اوسه د ټانک ولسوالۍ پولیسو یا د پاکستان پوځ د مولانا فضلالرحمن د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
په خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځ رول له اوږدې مودې راهیسې د بحث موضوع ده، ځکه په دغه ایالت کې د ترهګرۍ پر وړاندې عملیاتو کې دواړه امنیتي ادارې مهم رول لري.

