ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان يا ټيټيپي وسلهوالو د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوبي وزیرستان د «سارا روغه» ولسوالۍ اړوند د «اریانخولا» په سیمه کې د پاکستاني پوځ پر یوې پوستې د لاسي بمونو برید کړی دی.
د سرچینو په وینا، وسلهوالو د پوځ پر پوسته څلور لاسي بمونه غورځولي، چې له امله یې پاکستاني سرتېرو ته مرګژوبله اوښتې ده؛ خو د وژل شویو او ټپیانو کره شمېر تر اوسه نه دی څرګند شوی.
تر دې دمه د پاکستاني چارواکو یا پوځ له لوري د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي شوې.
دا برید په داسې مهال شوی چې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړي ډول د پخوانیو قبایلي سیمو په ګډون، د وسلهوالو بریدونو لړۍ په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده.

