یوه نوې څېړنه ښيي چې د مصنوعي وېښتانو د لګولو لپاره په کارېدونکو سرېښو کې داسې کیمیاوي مواد موندل شوي چې ښايي د سینې سرطان او د هورمونونو د ګډوډۍ له خطر سره تړاو ولري.
د امریکا د کیمیاوي ټولنې په ژورنال کې خپره شوې څېړنه کې ساینسپوهانو د وېښتانو د اوږدولو د بېلابېلو محصولاتو، لکه وېګ، برېډنګ وېښتان، وېوز او کلپ-اېن ډولونو بېلګې ارزولې دي.
څېړونکو ویلي، په ډېرو ازمویل شوو محصولاتو کې نږدې ۵۰ احتمالي خطرناک کیمیاوي مواد موندل شوي دي.
د دوی په وینا، دا مواد ځکه د اندېښنې وړ دي چې مصنوعي وېښتان د اوږدې مودې لپاره د سر له پوستکي سره مستقیم تماس لري.
د څېړنې اصلي لیکوالې ډاکټرې الیسیا فرانکلن ویلي، مصرفوونکي باید پوه شي چې د ښکلا په ځینو محصولاتو کې کوم کیمیاوي مواد کارول کېږي، ځکه دغه مواد کېدای شي د اوږدې مودې لپاره د پوستکي له لارې بدن ته داخل شي.
ساینسپوهان وايي، د مصنوعي وېښتانو نړیوال بازار په چټکۍ وده کوي او اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۸ کال پورې به یې ارزښت له ۱۴ میلیاردو ډالرو واوړي، خو د روغتیايي خوندیتوب په اړه یې لا هم جدي پوښتنې شته.
څېړونکي ټینګار کوي چې د دې صنعت لپاره د لا سختو مقرراتو او د تولیداتو د موادو په اړه د لا زیاتې روڼتیا اړتیا لیدل کېږي.

