یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 16

سهيل اپرېدی:د عمران خان د خلاصون لپاره پراخو لاریونونو ته اماده ګي نیسو

د خېبر پښتونخوا اعلي وزير سهيل اپرېدي ويلي، چې د پخواني بندي لومړي وزير عمران خان د خوشې کېدو لپاره د پاکستان تحريک انصاف له سياسي ګوندونو او مشرانو سره د ګډ احتجاجي لاريون پر تګلارې خبرې پيل کړې دي.

نوموړي د مانسهرې یوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې د عمران خان د خلاصون لپاره تر اوسه سياسي او قانوني لارې کارول شوي، خو اوس ګوند غواړي اسلام‌اباد ته د پراخ احتجاجي لاريون له لارې فشار زيات کړي.

سهيل اپرېدي ویلي، چې دی د عمران خان د فکر او سياسي مبارزې ملاتړ کوي او په دې لار کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.

نوموړي ویلي، د ده پر ضد د هر ډول سیاسي دسیسو سربیره به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه د خېبر پښتونخوا د امنيتي وضعيت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او په فدرالي حکومت يې غږ کړی، چې د صوبې امنيتي ستونزو او اندېښنو ته جدي پاملرنه وکړي.

په ورته مهال، د پاکستان تحريک انصاف ځينو مشرانو هم ويلي، چې د عمران خان د خوشې کېدو تر وخته به خپلې سياسي هلې ځلې او احتجاجي فعاليتونه جاري وساتي.

چین؛د دفاع دوه پخواني وزیران په تعلیقي اعدام محکوم کړل

چین د خپل پوځ په تاریخ کې یو له تر ټولو سختو انضباطي اقدامونو په لړ کې د دفاع وزارت دوه پخواني وزیران د فساد په تور د تعلیقي اعدام په سزا محکوم کړي دي.

وې فېنګه او لي شانګفو د چین د پوځي محکمې له خوا د رشوت اخیستو په قضیو کې مجرم پېژندل شوي او ورته د مرګ سزا اعلان شوې، خو دا حکم د دوو کلونو لپاره ځنډول شوی دی.

د چین د دولتي رسنیو په وینا، د دې مودې وروسته به دواړه په عمري بند، له خوشې کېدو پرته، محکوم پاتې شي.

وې فېنګه له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۳ پورې د چین د دفاع وزیر و، په داسې حال کې چې لي شانګفو د هغه ځایناستی شو خو یوازې څو میاشتې په دې څوکۍ پاتې شو.

دا قضیې د هغه پراخ کمپاین برخه ګڼل کېږي چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ له لوري د پوځ په داخل کې د فساد د له منځه وړلو او د واک د لا زیات تمرکز لپاره روان دی.

د راپورونو له مخې، په.چین کې له ۲۰۲۲ کال راهیسې تر ۱۰۰ زیات لوړپوړي پوځي افسران له دندو لرې شوي، چې په کې لسګونه جنرالان شامل دي.

د چین د پوځ رسمي ورځپاڼې ویلي چې دا اقدامات به “په پوځ کې د فاسدو عناصرو نفوذ ختم کړي” او د یو قوي او منظم نظامي ځواک د جوړېدو لپاره به زمینه برابره کړي.

څانګه صدیقي پاکستان ته:د افغانستان پر ځای د خپلو ایالتونو بحران ته پام وکړئ

په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې څانګه صدیقي، د پاکستان د «سویلي اسیا ستراتیژیک ثبات» انسټیټیوټ مشرې، ماریا سلطان، هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د افغانستان د راتلونکي جغرافیایي وضعیت په اړه یې د تجزیې څرګندونې کړي.

څانګه صدیقي ویلي، اسلام‌اباد باید د افغانستان د تجزیې په اړه د اټکلونو پر ځای د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خراب امنیتي او سیاسي وضعیت ته متوجه شي.

صدیقي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد دوه ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې له ناامنۍ، سیاسي کړکېچ او بې‌ثباتۍ سره مخ دي او امکان شته چې په راتلونکې کې د بنګله دېش په څېر د بېلتون غوښتنې له جدي وضعیت سره مخامخ شي.

زردشت شمس:په پاکستان کې د بېلتون بهیر له بلوڅانو پیلیدونکی دی

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، پاکستان د هند له وېش یوازې ۲۴ کاله وروسته په دوو برخو ووېشل شو او اوس هم د پنجاب پرته ګڼ قومونه د دغه هېواد له اوسني جوړښت ناخوښ دي.

هغه ادعا کړې چې په پاکستان کې به د بدلون او بېلتون بهیر لومړی له بلوڅانو، وروسته له پښتنو او بیا له نورو قومونو پیل شي.

زردشت شمس زیاته کړې، افغانستان د تېرو پنځوسو کلونو پر مهال د دوو سترو قدرتونو یرغلونه او کورنۍ جګړې وزغملې، خو بیا هم یو موټی پاتې شوی دی.

د نوموړي په وینا، افغانستان د استعماري نقشو زېږنده نه دی، بلکې د تاریخي او طبیعي بهیر له لارې د نړۍ د نورو ملتونو په څېر رامنځته شوی هېواد دی.

هغه ټینګار کړی چې که څه هم په افغانستان کې د نظرونو، ایډیالوژیو او قومي مسایلو اختلافات شته، خو هېڅ افغان د هېواد د تجزیې غوښتونکی نه دی.

د کابل د طالبانو حکومت امنیه قومنداني:کابل کې مو د غلو ۲۳ کسیزه ډله ونیوله

د کابل د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ وایي، د ښار د پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو هغه ۲۳ کسیزه ډله نیولې چې د کابل له بېلابېلو سیمو یې موټر سایکلونه او بایسکلونه غلا کول.

د چارواکو په وینا، له نیول شویو کسانو سره ۱۸ غلا شوې موټر سایکلې هم ترلاسه شوې دي.

د پنځمې حوزې منسوبین زیاتوي، نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې به یې د قانوني څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د ایران ولسمشر:د بهرنیو فشارونو موخه د ولس پارول او د نظام کمزوري کول دي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، چې نوموړي په دې وروستیو کې له نوي مذهبي مشر مجتبى خامنه‌يي سره په داسې فضا کې لیدنه کړې چې د باور او نېغ په نېغه خبرو اترو پر بنسټ ولاړه وه.

هغه زیاته کړې، ایران له بهرنیو فشارونو سره مخ دی چې موخه یې د اقتصادي فشارونو زیاتول، د کورني ثبات ګډوډول او د ملي یووالي کمزوري کول دي.

د ایران ولسمشر ویلي، د دښمن اساسي هدف دا دی چې د خلکو ترمنځ د نارضایتۍ فضا رامنځته کړي، خلک کوڅو او لاریونونو ته راوباسي او د حکومت بنسټونه کمزوري کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دغو فشارونو پر وړاندې د ملي یووالي ساتل او د خلکو ترمنځ همغږي د هېواد د ثبات لپاره مهمه ده.

طاهر اندرابي:د قومي مشرانو لخوا د باجوړ، کونړ، چترال او نورستان هوکړه د سولې څرګندونه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغه نویو پرمختګونو هرکلی کړی چې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو ترمنځ د پولو په سیمو کې د تاوتریخوالي د کمولو او سولې د ټینګښت لپاره شوي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، لومړۍ موافقه د باجوړ او کونړ د مشرانو ترمنځ شوې چې پکې د اوربند پرېکړه شوې ده.

بله موافقه بیا د چترال او نورستان د قومي مشرانو ترمنځ شوې، چې نه یوازې د اوربند غوښتنه پکې شوې، بلکې د سرحدي لارو د بیا پرانیستلو پرېکړه هم پکې شامله ده.

دا سیمې په ترتیب سره په باجوړ، چترال، کونړ او نورستان کې پرتې دي، چې تل د سرحدي کړکېچونو او محدودو شخړو شاهدې پاتې شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې دا ډول پرمختګونه د خلکو د سولې غوښتنه څرګندوي او ښيي چې دواړه خواوې د ثبات او همکارۍ ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړې چې دا مثبت ګامونه د دواړو غاړو د خلکو د سولې او عادي ژوند غوښتنې منعکسوي.

سردار احمد شکیب:د شېخ ادریس وژنه د اسلامي امت لپاره دردناکه ضایعه ده

پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر، سردار احمد شکېب، د خیبر پښتونخوا چارسدې ته سفر کړی او د شیخ محمد ادریس کورنۍ ته یې د افغان حکومت له لوري د خواخوږۍ پیغام رسولی دی.

ښاغلي شکیب په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د دیني علماوو وژل کېدل د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه ده او دا ډول پېښې د اسلام او مسلمانانو دښمنان ترسره کوي.

هغه ویلي: «موږ د شیخ ادریس د شهادت له امله ژور خپګان لرو. د علماوو شهادت د افغانستان، پاکستان او ټولې اسلامي نړۍ لپاره دردناکه پېښه ده.»

نوموړي زیاته کړې چې د چارسدې سفر یې د “اسلامي امارت” د مشرتابه او افغان حکومت له رسمي پیغام سره ترسره کړی، څو د قرباني شوې کورنۍ، د دارالعلوم حقانیه استادانو او زده کوونکو سره د خواخوږۍ څرګندونه وشي.

سرګردانه پاکستان؛اسلام‌اباد د امریکا او ایران نامعلومو مذاکراتو پایلو ته په تمه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په تازه څرګندونو کې اعتراف کړی چې حکومت یې لا هم نه پوهېږي د امریکا او ایران د روانو مذاکراتو برخلیک به څه وي او دواړه لوري د رسمي هوکړې لاسلیک ته څومره نږدې شوي دي.

نوموړي ویلي، که څه هم وروستۍ پایله لا روښانه نه ده؛ خو اسلام‌اباد بیا هم د خبرو د بریا په اړه “خوشبین” دی.

د طاهر اندرابي له څرګندونو داسې ښکاري چې پاکستان لا تر اوسه نه دی توانېدلی، مذاکرات یوې واضح پایلې ته ورسوي او حکومت د نامعلوم وضعیت سره مخ دی.

هغه زیاته کړې چې د پرمختګ لپاره ځینې مثبتې نښې موجودې دي؛ خو د هوکړې د وخت او شرایطو په اړه یې څه نه دي ویلي.

سیاسي شنونکي باور لري چې دا ډول محتاط او مبهم دریځونه عموماً هغه وخت خپلېږي چې مذاکرات له ستونزو او اختلافاتو سره مخ وي او چارواکي هڅه کوي د ډیپلوماټیک فشار کمولو لپاره نرمې څرګندونې وکړي.

د شنونکو په وینا، د پاکستان وروستی دریځ ښيي چې اسلام‌اباد لا هم د یوې ثابتې او ډاډمنې تګلارې په جوړولو کې له ستونزو سره مخ دی.

د پاکستان حکومت تر اوسه د تړون د موضوع، مقابل لوري، او د احتمالي هوکړې د جزییاتو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي، هغه څه چې د دې مذاکراتو په اړه یې لا ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

ذاکر جلالي:د افغانستان له ګډون پرته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اتصال ممکن نه دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، تاریخ، جغرافیه او اقتصادي منطق دا ثابتوي چې د افغانستان له ګډون پرته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اغېزمنه نښلېدنه ممکنه نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له پامه غورځول نه عملي دي او نه هم دوام کولی شي.

د هغه په وینا، سیمه‌ییز اتصال د شمولیت، اقتصادي محاسبې او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ فکر ته اړتیا لري، نه احساساتي او غبرګونیزو سیاستونو ته.

ذاکر جلالي زیاته کړې چې یوازې یو هر اړخیز، رغنده او اقتصادي پلوه عملي چوکاټ کولی شي د سیمې خلکو ته ګډه سوکالي رامنځته کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې یوازې امنیتي او محدود لیدلوري به د تېرو تېروتنو د تکرار لامل شي، نه د ستونزو د حل.