پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeکورپاڼههانا نیومن:د افغان کډوالو ستنول اروپا د طالبانو د حکومت پر وړاندې...

هانا نیومن:د افغان کډوالو ستنول اروپا د طالبانو د حکومت پر وړاندې کمزورې کوي

د اروپايي پارلمان غړې هانا نیومن د جرمني له لوري افغانستان ته د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پر پرېکړې سختې نیوکې کړې او دا یې ناسمه او خطرناکه تګلاره بللې ده.

نوموړې ویلي، د افغانانو ایستل نه یوازې د هغوی امنیت له ګواښ سره مخ کوي، بلکې اروپا د طالبانو حکومت د سیاسي فشارونو پر وړاندې هم په کمزوري دریځ کې دروي.

هانا نیومن زیاته کړې چې هیله لري نور اروپايي هېوادونه د جرمني دا تګلاره تعقیب نه کړي.

هغې همداراز په بن کې د افغانستان د قونسلګرۍ او په برلین کې د سفارت د چارو د طالبانو حکومت ته د سپارلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، دا اقدام د هغو افغانانو لپاره جدي خطر رامنځته کوي چې د طالبانو حکومت له واکمنۍ تښتېدلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here