د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو اداره وایي، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې ټولټال ۸ زره او ۵۶۰ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د ادارې په وینا، په دې موده کې د ۱۹۱ ښځو په ګډون ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي هېواد ته داخل شوي، او د ۱۲۱ ښځو په ګډون ۳ زره او ۹۹۲ نور له افغانستانه وتلي دي.
د معلوماتو له مخې، له راغلو کسانو څخه ۴ زره او ۵۰۳ کسان د ځمکنیو بندرونو له لارې او ۶۵ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي.
یادې ادارې زیاته کړې چې له دغو کسانو څخه ۶۰۹ تنه د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره راغلي وو، او پاتې نور بیا د کار او بېلابېلو نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.
اداره وایي، دغه شمېرې د هېواد د سرحدي تګ راتګ د ثبت او څارنې د سیسټم له مخې راټولې شوې دي.

