د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له لوري پر ایراني اهدافو وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د ملګرو ملتونو له منشور او د جګړې د پای ته رسولو له شوې هوکړې سره په ټکر کې دي.
تهران ويلي چې اسراییل هم د امریکا په همغږۍ پر لبنان بریدونه کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې د خپل ځان د دفاع قانوني حق لري او د همدې اصل پر بنسټ یې ځوابي دفاعي اقدامات ترسره کړي دي.
د ایران حکومت د روان وضعیت پړه پر امریکا او د هغې پر متحدینو اچولې او له ملګرو ملتونو، د امنیت شورا او نورو نړیوالو ادارو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو د سرغړونو پر وړاندې عملي دریځ خپل کړي او خپلې قانوني دندې ترسره کړي.

