شنبه, جون 27, 2026
Homeکورپاڼهکوېټه کې؛نن سهار نامعلومه وسله والو پښتون سوداګر هاشم نورزی وژلی

کوېټه کې؛نن سهار نامعلومه وسله والو پښتون سوداګر هاشم نورزی وژلی

راپورونه وايي، ناپېژانده وسله‌والو نن سهار د بلوچستان د کوېټې ښار کې په بیللي سیمه کې یو پښتون سوداګر وژلی دی.

د راپورونو په وينا، وژل شوی کس هاشم نورزی نومېده، چې د دغې سيمې د کابل‌جان هوټل څښتن هم و او د يادې سیمې له پېژندل شوو سوداګرو څخه شمېرل کېده.

راپورونو کې دغه راز ويل شوي، چې بریدګر له پېښې وروسته له سیمې تښتېدلي.

تر اوسه د دې برید د انګېزې په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او نه هم پاکستاني چارواکو په دې تړاو څه ويلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here