د ترکیې امنیتي چارواکو ویلي، د دغه هېواد په شمال لوېدیځ ادرنا ولایت کې د دوو جلا عملیاتو پر مهال ۴۰ بېاسناده کډوال نیول شوي، چې افغانان هم په کې شامل دي.
دا عملیات د ناقانونه کډوالۍ پر ضد د ترکیې د روانو هڅو برخه بلل کېږي.
د پولیسو په وینا، نیول شوي کسان د اداري مراحلو تر بشپړېدو وروسته د ادرنا د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي، څو د بېرته ستنولو بهیر یې ترسره شي.
چارواکو زیاته کړې، د دغو عملیاتو په تړاو دوه کسان د انسانانو د قاچاق په تور هم نیول شوي او د نورو قانوني اقداماتو لپاره عدلي ادارو ته سپارل شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې ترکیې په وروستیو کلونو کې، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو پر وړاندې، د هویت د تثبیت، نیولو او ایستلو اقدامات پراخ کړي دي.
د بشري حقونو بنسټونو بیا خبرداری ورکړی چې جبري ستنول ښايي یو شمېر افغانان له امنیتي او بشري ستونزو سره مخ کړي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته، د افغانستان له بدلونونو سره هممهاله، د سیمې یو شمېر هېوادونو د افغان کډوالو په اړه خپلې پالیسۍ سختې کړې دي.
پاکستان او ایران هم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو پراخ کمپاینونه عملي کړي، او نړیوالو سازمانونو ویلي چې د راستنېدونکو زیات شمېر د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت اضافي فشار واردوي.
د ترکیې د کډوالۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې دغه هېواد ته د کډوالو د ننوتلو کچه د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه لوړه شوې او نږدې ۳۹۴ زره کسان ورغلي دي.
د همدې ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۶ زره او ۴۳۶ افغانان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي.

