په هند کې د پوني ښار د یو سوداګر کتن اګروال د قتل قضیې لا هم د خلکو پام ځان ته اړولی دی.
په دې قضیه کې ویل کېږي چې ۲۰ کلنې نجلۍ سییا ګویل د خپل کوژدن د وژنې په پلان کې له خپل ملګري چتن چودري سره لاس درلود.
د معلوماتو له مخې، سییا نه غوښتل چې له کتن اګروال سره واده وکړي، خو د کورنۍ د فشار او دودیزو رواجونو له امله په دې اړیکه کې پاتې شوې وه، چې وروسته دا موضوع تر سختې شخړې او بیا تر وژنې پورې ورسېده.
د هند نامتو لیکوال چتن بھګت په یوې مرکې کې ویلي چې د دې ډول پېښو تر شا اکثره وخت د کورنۍ فشار او د ناموس موضوع مهم رول لري.
د هغه په وینا، په ځینو محافظهکارو کورنیو کې د ځوانانو شخصي انتخابونه محدود وي، چې دا ډول غمجنو پېښو ته زمینه برابروي.
اوس مهال پولیس د دې قضیې پلټنې کوي او هڅه کوي چې ټول اړخونه روښانه کړي.
دې قضیې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ بحثونه راپورته کړي دي، په ځانګړي ډول د کورنۍ فشار او د ځوانانو د انتخاب حق په اړه.

