تسنیم خبري آژانس ويلي، چې په تهران کې د ایران د پخواني رهبر ايتالله علي خامنهيي د جنازې د مراسمو د ترسره کولو لپاره پراخ چمتووالی روان دی.
د خپرو شویو انځورونو له مخې، د تهران په لوی جومات کې درانه وسایل، باروړونکي موټر او جرثقیلونه لیدل کېږي او همداراز یو لوی سټېج هم جوړ شوی چې ټاکل شوې د مراسمو یوه برخه پرې ترسره شي.
چارواکي وایي چې د دې مراسمو لپاره د ګڼو خلکو د ګډون امکان شته او له همدې امله امنیتي او تنظيمي تدابیر لا سخت شوي دي.
ايراني رسنيو ويلي، چې د خامنهیي جنازه او د تدفین مراسم د جولای له ٦ مې تر ٨ مې نيټې اعلان شوي دي.
د جولای په شپږمه ټول ایران کې عمومي رخصتي او په اتمه به یې ملي ماتم وي.
د يادونې وړ ده چې ايتالله علي خامنه یي څلور میاشتې وړاندې د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې ووژل شو.

