پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeکورپاڼهپه پاکستان کې د ناامنۍ پېښو زياتوالی؛يوازې جون مياشت کې ۱۰۸ بريدونه...

په پاکستان کې د ناامنۍ پېښو زياتوالی؛يوازې جون مياشت کې ۱۰۸ بريدونه شوي او ۷۸ کسان پکې وژل شوي

په پاکستان کې د ناامنۍ او وسله‌والو بریدونو لړۍ په وروستیو میاشتو کې بیا چټکه شوې ده، چې له امله یې د مرګ ژوبلې شمېر هم زیات شوی دی.

د شخړو او امنیتي مطالعاتو د یوه انستیتوت د تازه راپور له مخې، یوازې په تېره جون میاشت کې په دغه هېواد کې ۱۰۸ وسله‌وال بریدونه ثبت شوي دي.

په دغو بریدونو کې د امنیتي ځواکونو په ګډون ۷۸ کسان وژل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د همدې مودې په ترڅ کې ۲۷ د انسان‌تښتونې پېښې هم ثبت شوې دي، چې دا د عامو خلکو لپاره د اندېښنې وړ وضعیت ښيي.

سربېره پر دې، د موټربم په ګډون څلور لوی او سخت بریدونه هم ترسره شوي دي، چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عام خلک پر حکومت نیوکه کوي چې د امنیت د ټینګښت لپاره یې لازم اقدامات نه دي کړي او د وضعیت د کنټرول په برخه کې پاتې راغلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here