د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې د روان کال له مني څخه به د کډوالو لپاره نوې، خوندي او قانوني لاره فعاله کړي، چې له مخې به یې پوهنتونونه، ټولنیزې ادارې، خیریه بنسټونه او سوداګریز شرکتونه وکولای شي د کډوالو د سپانسرۍ له لارې هغوی بریتانیا ته راولي.
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې شبانه محمود ویلي، د کاناډا د بریالۍ سپانسرۍ له تجربې الهام اخیستل شوی او هدف یې دا دی چې ریښتینو کډوالو ته خوندي پناه ورکړل شي او په وينا یې د پناه غوښتنې په سیستم کې د قانوني خلاوو او ناوړه ګټې اخیستنې مخه هم ونیول شي.
د دغه حکومت د نوې تګلارې له مخې به د بشري حقونو او د عصري غلامۍ اړوند قوانینو په پلي کېدو کې هم بدلونونه راشي.
ويل شوي، هغه بهرني کسان چې په جنايي جرمونو محکوم شوي وي یا جعلي اسناد یې کارولي وي، د محافظت له حقه به محروم شي.
بل لورته محافظهکار ګوند د دې پرېکړې مخالفت کړی او ټینګار یې کړی چې تر هغو باید هېڅ نوي کډوال بریتانیا ته پرېنښودل شي، څو د ناقانونه کډوالۍ او د وړو کښتیو له لارې د خلکو د راتګ مخه نه وي نیول شوې.

