د طالبانو حکومت اړوند استخباراتي رسنۍ المرصاد په یوه تازه راپور کې ویلي چې د پاکستان پوځي نظام له لوري د هغو ډلو روزنه، پناه ورکول او ملاتړ چې د افغانستان امنیت ته ګواښ پېښوي، هېڅکله د منلو وړ نه دی او نه پټ پاتې کېدای شي.
په راپور کې ويل شوي چې د پاکستان استخباراتي ادارو تر دې وړاندې څو ځله د داعش له ډلې د خپلو استخباراتي موخو لپاره استفاده کړې ده.
د المرصاد په وينا، «اسلامي امارت» په پرلهپسې ډول نړیوالې ټولنې او د پاکستان سیاسي ګوندونو ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان پر ضد باید د پاکستان خاوره ونه کارول شي او د داعش یا ورته ډلو له لارې د هېواد امنیت ونه ګواښل شي.
المرصاد زیاتوي چې د دوی د څرګندونو او خبرداریو سره سره، د پاکستان لوري خپل پخوانی سیاست بدل نه کړ، چې له امله یې د دوی په وینا، «اسلامي امارت» اړ شو څو د افغانستان پر ضد د طرحه شویو پلانونو پر وړاندې مستقیم اقدام وکړي.
په راپور کې دا هم ویل شوي چې د داعش د ملاتړ او روزنې سیاست د پاکستان د هغه چلند ښکارندویي کوي چې د سیمې د امنیت پر ځای د بېثباتۍ لامل ګرځي.
د المرصاد د راپور مخې، «اسلامي امارت» د پاکستان په خاوره کې هوايي او بېپیلوټه بریدونه ترسره کړي، څو هغه کسان له منځه یوسي چې د افغانستان او سیمې لپاره ګډ ګواښ بلل کېږي.
تر اوسه د پاکستان حکومت په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

