د لبنان لومړي وزیر نواف سلام ویلي چې په واشنګټن کې د امریکا تر نظارت لاندې له اسرائیل سره ترلاسه شوی چوکاټي توافق د دې لپاره دی چې اسراییلي ځواکونه له ټول لبنان څخه وځي، د دغه هېواد بشپړ حاکمیت بېرته ټینګ شي او د بېځایه شویو وګړو د ستنېدو بهیر اسانه شي.
هغه په خپله وینا کې ویلي چې لبنان د خپل دولت د واک د پراخولو په برخه کې مکلفیت لري، څو د پوځ له لارې د هېواد پر ټولو سیمو د دولت بشپړ کنټرول ټینګ شي، او دا موضوع د هغه په وینا د طائف د هوکړې له اصولو سره همغږي لري.
نواف سلام زیاته کړې چې د ۲۰۲۴ کال د اوربند په اعلامیه کې هم په څرګنده ویل شوي چې یوازې قانوني دولتي ځواکونه حق لري چې وسلې ولري او د هېواد امنیت وساتي.
هغه له امریکا، عربي هېوادونو او د لبنان له نړیوالو دوستانو مننه کړې چې د دغه توافق په ترلاسه کولو کې یې رول لوبولی او ویلي یې دي چې تمه لري اسراییلي ځواکونه ژر خپل وتل پیل کړي، څو بېځایه شوي لبنانيان په عزت او امنیت خپلو کورونو ته ستانه شي او د بیا رغونې چارې پیل کړي.

