یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 17

ذاکر جلالي:د افغانستان له ګډون پرته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اتصال ممکن نه دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، تاریخ، جغرافیه او اقتصادي منطق دا ثابتوي چې د افغانستان له ګډون پرته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اغېزمنه نښلېدنه ممکنه نه ده.

نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له پامه غورځول نه عملي دي او نه هم دوام کولی شي.

د هغه په وینا، سیمه‌ییز اتصال د شمولیت، اقتصادي محاسبې او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ فکر ته اړتیا لري، نه احساساتي او غبرګونیزو سیاستونو ته.

ذاکر جلالي زیاته کړې چې یوازې یو هر اړخیز، رغنده او اقتصادي پلوه عملي چوکاټ کولی شي د سیمې خلکو ته ګډه سوکالي رامنځته کړي.

هغه خبرداری ورکړی چې یوازې امنیتي او محدود لیدلوري به د تېرو تېروتنو د تکرار لامل شي، نه د ستونزو د حل.

د کرکټ نړیوالې شورا تازه درجه بندي؛راشد خان د توپ اچونې برخه کې لومړی مقام خپل کړی

د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه اعلان شوې درجه‌بندۍ کې د افغانستان مخکښ توپ‌اچوونکی راشد خان د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو په برخه کې د نړۍ د لومړي نمبر توپ‌اچوونکي مقام خپل کړی دی.

راشد خان، چې د نړۍ په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې د خپل جادویي سپین بال له امله ځانګړی شهرت لري، اوس د ICC په دواړو مهمو فارمټونو کې د توپ‌اچونې پاچا بلل کېږي.

همدا رنګه په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان بل وتلی سپینر مجیب الرحمن هم د نړۍ د غوره لسو توپ‌اچوونکو په نوملړ کې ځای لري او نهم مقام یې خپل کړی دی.

بل‌خوا په یو ورځنیو لوبو کې ځوان الراونډر عظمت الله عمرزی د ۲۱م مقام په ترلاسه کولو سره د راتلونکو ستورو له ډلې شمېرل کېږي.

د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د نړۍ د سترو لوبډلو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کړی او ګڼ افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري.

چینایي بانکونو؛د ایران له تېلو سره تړلو تصفیې‌خونو ته د پورونو ورکول وځنډول

بلومبرګ راپور ورکړی چې د چین د مالي څار ادارې د دغه هېواد لویو بانکونو ته سپارښتنه کړې چې هغو پنځو تصفیې‌خونو ته دې د نوو پورونو ورکول په موقتي ډول وځنډوي چې د ایران له تېلو سره د اړیکو له امله د امریکا تر بندیزونو لاندې راغلي دي.

د راپور له مخې، د چین څارونکو ادارو بانکونو ته په شفاهي ډول ویلي چې د موجوده سوداګریزو اړیکو د ارزونې تر بشپړېدو پورې دې یادو شرکتونو ته نوي پورونه نه ورکوي.

په دغو تصفیې‌خونو کې هنګلي پتروشيمي هم شامله ده.

ویل کېږي چې دا اقدام وروسته له هغې شوی چې امریکا د ایران د نفتو د پلور او صادراتو اړوند پر یو شمېر شرکتونو او بنسټونو بندیزونه زیات کړي دي.

اوزبېکستاني رسنۍ:د افغانستان او چین ترمنځ نوی ټرانزیټي دهلیز رامنځته شوی

اوزبېکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د چین څخه افغانستان ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره یو نوی ترانزیټي دهلېز رامنځته شوی دی.

د راپورونو له مخې، د دې دهلېز له لارې به د چین مال وړونکي کانتینرونه لومړی د اورګاډي پټلۍ په وسیله قزاقستان او اوزبېکستان ته انتقالېږي او وروسته به د ترکمنستان له لارې د سړک پر مټ د افغانستان هرات ولایت تورغونډۍ ته ورسېږي.

ویل کېږي، دا نوې ترانزیټي لاره به د سیمې د سوداګرۍ د پراختیا، د بار وړلو د وخت کمېدو او د افغانستان د ترانزیټي اهمیت د زیاتېدو سبب شي.

د طالبانو حکومت:د قوش‌ تېپې کانال د دویم فاز چارې په چټکۍ روانې دي

د طالبانو حکومت د ملي پراختیا شرکت ویلي چې د قوش‌ تېپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې په چټکۍ سره روانې دي او د سربند نږدې ۹۱.۸ سلنه کار بشپړ شوی دی.

د دغه شرکت ویاند نبي‌الله ارغندیوال ویلي، د کانال اړوند د ۲۸ پلونو او د اوبو د تنظیم تاسیساتو د جوړولو چارې هم دوام لري.

چارواکي وایي، د قوش‌ تېپې پروژه به د کرنیزو ځمکو په خړوبولو، د اوبو په ښه مدیریت او د خوړو د خوندیتوب په پیاوړتیا کې مهم رول ولري.

ډونالډ ټرمپ؛د امریکا د جګړو د مودې پرتله کوونکی جدول خپور کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنج‌شنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشیال کې یو انځوریز جدول خپور کړی چې پکې د امریکا د یو شمېر جګړو موده له ایران سره د احتمالي جګړې له مودې سره پرتله شوې ده.

په دغه جدول کې ښودل شوي چې د افغانستان جګړه ۵۴۳ اوونۍ، د عراق جګړه ۴۵۷ اوونۍ، د ویتنام جګړه ۴۳۹ اوونۍ، د امریکا کورنۍ جګړه ۲۰۹ اوونۍ، دویمه نړیواله جګړه ۱۹۶ اوونۍ، د کوریا جګړه ۱۶۱ اوونۍ او د ۱۸۱۲ جګړې ۱۳۹ اوونۍ دوام کړی.

په جدول کې د ایران جګړه یوازې شپږ اوونۍ ښودل شوې ده.

ټرمپ د دغه جدول له خپرولو سره لیکلي: «دا جدول مطالعه کړئ.»

سهیل شاهین:«اسلامي امارت» د افغانستان په ګټه سیمه‌ییزو غونډو کې د ګډون غوښتونکی دی

قطر کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست سهیل شاهین ویلي، «اسلامي‌امارت» غواړي په هغو سیمه‌ییزو غونډو کې ګډون وکړي چې د افغانستان د خلکو په ګټه وي.

نوموړي ویلي، «اسلامي امارت» اوس په ټول افغانستان واکمن دی او نړۍ باید ورته په مهمو نړیوالو او سیمه‌ییزو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان استازیتوب باید د اوسني حکومت له لوري وشي.

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولي:امریکا د هرمز تنګي له کړکېچ خپلې سیاسي موخې ترلاسه کوي

ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ له غړو هېوادونو غوښتي چې د امنیت شورا هغه د پرېکړه‌لیک مسوده رد کړي، چې د امریکا په ملاتړ د هرمز تنګي په اړه وړاندې شوې ده.

د ایران استازولۍ په یوه رسمي دریځ کې واشنګټن تورن کړی چې د «کښتۍ تګ راتګ ازادۍ» مفهوم د بحران د حل پر ځای د خپلو سیاسي موخو د پرمخ وړلو لپاره کاروي.

بل لور ته، امریکا او متحدینو یې د امنیت شورا ته داسې مسوده وړاندې کړې چې پکې له ایران څخه غوښتل شوي د کښتيو پر وړاندې بریدونه ودروي او په هرمز تنګي کې د نړیوالو کښتیو تګ راتګ بېرته عادي کړي.

په دې مسوده کې د نه پلي کېدو په صورت کې د بندیزونو د لګولو ګواښ هم شامل دی.

محمود خان اڅکزی:پاکستان دې د ګواښونو پر ځای له افغانستان سره رسمي خبرې پیل کړي

د پاکستان د اپوزیسیون ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي ویلي، اسلام‌اباد نه شي کولای د افغانستان اړوند شخړې د پرله‌پسې ګواښونو له لارې حل کړي او باید ژر تر ژره د خبرو مېز ته راشي.

اڅکزي په یوه تازه مرکه کې د پاکستان د حکومت پر اوسني سیاست نیوکه کړې او ویلي یې دي، د نړیوالو اصولو له مخې هېڅ هېواد د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته پوځي اقدام ته نه ورځي.

د هغه په وینا، دا ډول چلند د ستونزو د حل پر ځای وضعیت لا پېچلی کوي.

نوموړي وړاندیز کړی چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ دې مستقیمې خبرې د سیمې د ګاونډیو هېوادونو په حضور او د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب پیل شي، څو دواړه لوري د یوه دوامدار حل لارې ته ورسېږي.

اڅکزي ټینګار کړی چې سیاسي تعامل او ډیپلوماسي یوازینۍ لاره ده چې کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ راکم او سیمه‌ییز ثبات تضمین کړي.

فضل محمود فضلي:اروپا د افغانستان د ولسواکۍ او د ښځو حقونو پر وړاندې د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکاوه

د چارو ادارې پخواني رئیس فضل محمود فضلي ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې هغه مهال چې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکې په اړه په خبرو بوخته وه، افغان حکومت د ولسواکۍ او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د ساتنې لپاره اروپایي ټولنې ته مخه کړه، خو د اروپایي استازو ځواب دا و چې د دوی لپاره د امریکا پرېکړې تر هر څه مهمې دي.

فضلي په ایکس پاڼه لیکلي، چې دا تجربه ښيي، په اوسنیو شرایطو کې د ارزښتونو د دفاع لپاره پر بهرنیو لورو تکیه کول نه یوازې بې‌ګټې دي، بلکې د یوې خپلواکې افغاني سیاسي پروسې مخه هم نیسي.

نوموړي زیاته کړې چې د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره باید کورني سیاسي بهیرونه پیاوړي شي او پر بهرنیو تمو تکیه پای ته ورسېږي.