دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 57

انتونيو ګوټرېش:حوثیان دې د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو نیول شوي کارکوونکي سمدستي خوشې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د حوثیانو له لوري د ملګرو ملتونو، نادولتي بنسټونو، مدني ټولنو او ډیپلوماتیکو استازولیو د کارکوونکو پر نیولو سختې نیوکې کړې دي.

ګوټرېش ویلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د دغو کسانو نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

نوموړي د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې بشري مرستندوی کارکوونکي باید د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله هدف ونه ګرځول شي او باید وکولای شي خپلې دندې له هر ډول فشار، ځورونې او د نیول کېدو له وېرې پرته ترسره کړي.

هغه ویلي چې بشري مرستې د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري او د دغو مرستو دوام د مرستندویو ادارو د خوندي او ازاد فعالیت له تضمین سره تړاو لري.

ګوټرېش همداراز له نیول شویو کسانو او د هغوی له کورنیو سره خپل پیوستون څرګند کړی او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

پاکستاني رسنۍ:کشمیر کې د پوځي هليکوپټر د غورځېدو پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير د مظفراباد په سيمه کې پوځي Mi-17 هليکوپټر د غورځېدو پېښه کې ۲۱ سورلۍ وژل شوې دي.

ويل کېږي چې په وژل شويو کسانو کې دوه پيلوټان، شپږ جګپوړي پوځي افسران او نور نظامي پرسونل شامل دي.

د وژل شويو افسرانو په نوملړ کې ډګرمن امجد لطيف، تورن مجيد، صوبيدار تورن منير مسيح، حولدار امانت، حولدار عالمګير او حولدار ريحان مسيح شامل دي.

د پاکستان پوځ تر اوسه يوازې د شپږو جګپوړو غړو نومونه رسنيز کړي دي او د نورو وژل شويو کسانو په اړه يې بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي.

چارواکي وايي چې د پېښې د رامنځته کېدو لامل تخنيکي ستونزه وه او د نورو جزئياتو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي.

ډونالډ ټرمپ؛د ملي استخباراتو د ادارې د کارکوونکو د کمولو امر وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ملي استخباراتو د ادارې لپاره یې خپل نوماند ته لارښوونه کړې چې د ادارې د کارکوونکو شمېر کم کړي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې بل پولټ، چې ټاکل شوې د جون په ۱۹مه د سرپرست مشر په توګه دنده پیل کړي، ته یې امر کړی څو د ادارې د بیړني او اړین کوچني کولو پروسه عملي کړي او یو شمېر کارکوونکي خپلو اصلي ادارو ته بېرته ولېږدوي.

د بل پولټ ټاکنه د ځینو امریکايي قانون جوړوونکو له نیوکو سره مخ شوې، ځکه نوموړی د استخباراتي چارو مخینه نه لري.

د امریکا د ملي استخباراتو اداره د دې لپاره جوړه شوې چې د هېواد د بېلابېلو استخباراتي ادارو فعالیتونه همغږي او تنظیم کړي.

اشرف غني:پر افغانستان د پاکستان بريدونه غندم، د تلپاتې سولې لپاره ملي یووالي او ګډ عقل ته اړتیا ده

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بريدونه په کلکه غندي.

ښاغلي غني په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي:«هم مهاله، د پاکستان په نویو هوایي بریدونو کې زموږ ګڼ شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې دا پېښې او عاملین یې کلک غندم، د شهیدانو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د الله تعالی له دربار نه د عاجلې شفا غوښتنه کوم.»

نوموړي ویلي چې افغانستان له ډېرو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو وروسته د ملي مرګ او ژوند یوه مهمه څلورلارې ته رسېدلی او د ده په وینا د مشروعیت بحران د اوسني وضعیت اساسي لامل دی.

اشرف غني ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو د حل او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو ګډ عقل، ملي یووالی او پراخې هلې ځلې اړینې دي.

هغه ویلي چې تلپاتې سوله د افغانستان د خلکو ورک شوی حق دی او د هېواد دننه او له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامدار ثبات او هوساینې لپاره حیاتي ارزښت لري.

هغه له افغانانو غوښتي چې د یووالي، تفاهم او ګډ کار له لارې د سولې او سوکالۍ پر لور ګامونه واخلي.

بازداشت یک باند شش نفره جعل کار در ولایت بلخ

در پی کشفیات منسوبین وزارت داخله حکومت طالبان شش نفر در ولایت بلخ که محکوم به جعل کاری بودند باز داشت شدند.

وزارت امور داخله امروز چهارشنبه خبر داد که منسوبین مبارزه با جرایم جنایی قوماندانی امنیه ولایت بلخ، طی عملیات کشفی در شهر مزارشریف یک باند شش نفره جعل‌کار را بازداشت کردند.

این افراد ابتدا ساعت‌ها را به قیمت ارزان از دکان‌های شهر خریداری می‌کردند، سپس برای آن‌ها اسناد و بل‌های جعلی تهیه نموده و بنام برندهای مشهور با قیمت بلند به مردم به فروش می‌رساندند که بازداشت و به پنجه قانون سپرده شده اند.

هند؛پر کویټ د ایران بریدونه غندلي

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ویلي چې د کویټ له امیر شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.

مودي ویلي، په دې خبرو کې د لوېدیځې اسیا د روان کړکېچ په اړه مفصل بحث شوی او د کویټ پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا هر ډول بریدونه یې په کلکه غندلي دي.

د هند لومړي وزیر ټینګار کړی چې هېواد یې د سولې او ثبات د ژر بیا ټینګېدو لپاره د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ ملاتړ کوي.

نوموړي همداراز په کویټ کې د مېشتې هندي ټولنې د خوندیتوب او هوساینې لپاره د کویټ د مشرتابه د دوامدارو هڅو ستاینه کړې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:کابل کې مو د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شدید او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی.

د وزارت په وینا، تېره شپه د پاکستان پوځ د خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری وژل شوي او ۱۴ نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض او بشري جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.

وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د خاورې دفاع او د خلکو د امنیت ساتنه خپل مسئولیت ګڼي.

وزارت همداراز ویلي چې پاکستان باید د نیابتي سیاستونو پر ځای خپلو کورنیو ستونزو ته اساسي حل لارې ومومي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او بریدونو د ټولو پایلو مسئولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.

ډونالډ ټرمپ:د فوټبال نړیوال جام لپاره به یوازې مناسب کسان امریکا ته د داخلېدو اجازه ترلاسه کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د هغه اداره هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې د فوټبال نړیوال جام پر مهال به یوازې مناسب کسان امریکا ته داخل شي.

ټرمپ ویلي، حکومت یې د امنیتي او کډوالۍ اړوند تدابیرو پر پیاوړتیا کار کوي څو د نړیوال جام سیالیو پر مهال د هېواد امنیت خوندي وساتل شي.

هغه د مناسب کسانو د تعریف یا د نویو احتمالي محدودیتونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو څرګندونې یې د نړیوال جام د چمتووالي او د امریکا د سرحدي تګلارو په تړاو مطرح کړې دي.

تاکید پزشکیان رییس جمهوری ایران بر لزوم خروج این کشور از وضعیت « نه جنگ و نه صلح »

رئیس‌جمهوری ایران با نقل قولی از رهبر سابق جمهوری اسلامی، تاکید کرده است کشور را در وضعیت « نه جنگ و نه صلح» نباید نگه داشت.

مسعود پزشکیان گفت که علی خامنه‌ای اصرار داشت که کشور را نباید در وضعیت « نه جنگ و نه صلح» نگه داشت.

آقای پزشکیان گفت که علی خامنه‌ای دستور داد: «بروید و مساله را حل کنید؛ ما باید از این حالت نه جنگ نه صلح در بیاییم زیرا این حالت به نفع کشور نیست »

در همین حال او تاکید دارد که « اگر آمریکا قصد حمله بر خاک و سرزمین ما را داشته باشد قطعاً که خاموش نخواهیم ماند »

خلیلزاد؛د پاکستان سیاست ناکام بللی او پر افغانستان یې وروستي بریدونه غندلي

د افغان سولې لپاره امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې، د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي دغه برید غندلی او ویلي یې دي دا ډول تاوتریخوالی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې نه شي حل کولی.

خلیلزاد د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د تورونو یادونه هم کړې چې پاکستان افغانستان د ټی ټي پي وسله ‌والو ته د پټنځای په ورکړه تورنوي او افغانستان بیا پاکستان د داعش خراسان د ملاتړ په تور ملامتوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د حل یواینۍ لاره مذاکرات دي، څو دواړه لوري ژمنه وکړي چې وسله‌والو ډلو ته به د بل هېواد پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي او دا به د یوه باوري درېیمګړي تر څار لاندې ترسره شي.

خلیلزاد د پاکستان اوسنی سیاست ناکام بللی او ویلي یې دي اوس د جدي خبرو او ډیپلوماسۍ وخت دی.