د پاکستان د سند ایالت په بنګل رند سیمه کې د حیواناتو پر وړاندې د سخت ظلم یوه پېښه ثبت شوې، چې پکې د یوې اوښې دواړه سترګې ایستل شوې دي.
د اوښې مالک لیلو میګواړ ویلي، اوښه یې څو ورځې ورکه وه، خو وروسته یې په یوه کرنیزه ځمکه کې وموندله.
د هغه په وینا، اوښه يې په داسې حالت کې وه چې پښې یې تړل شوې، سخت وهل شوې او دواړه سترګې یې له منځه وړل شوې وې.
د مالک د څرګندونو له مخې، د کروندې ځینو مالکانو ادعا کړې چې اوښې د دوی فصلونو او حاصلاتو ته زیان رسولی و، او همدې ته په غبرګون کې یې دا ظالمانه چلند ورسره کړی دی.
بلخوا، سیمهییزو پولیسو ویلي چې د پېښې په تړاو یې دوه شکمن کسان نیولي او د څلورو نورو د نیولو هڅې روانې دي.
چارواکي وایي چې د حیواناتو پر وړاندې د ظلم په دې قضیه کې به قانوني اقدامات ترسره شي.
د حیواناتو د حقونو ملاتړو ډلو دغه پېښه غندلې او غوښتنه یې کړې چې ښکېل کسان دې عدالت ته وسپارل شي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.

