د افغان سولې لپاره امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان یو ځل بیا پر افغانستان برید کړی او د راپورونو له مخې په دې بریدونو کې، د ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل شوي دي.
نوموړي دغه برید غندلی او ویلي یې دي دا ډول تاوتریخوالی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې نه شي حل کولی.
خلیلزاد د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو بل پر وړاندې د تورونو یادونه هم کړې چې پاکستان افغانستان د ټی ټي پي وسله والو ته د پټنځای په ورکړه تورنوي او افغانستان بیا پاکستان د داعش خراسان د ملاتړ په تور ملامتوي.
نوموړي ټینګار کړی چې د حل یواینۍ لاره مذاکرات دي، څو دواړه لوري ژمنه وکړي چې وسلهوالو ډلو ته به د بل هېواد پر ضد د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي او دا به د یوه باوري درېیمګړي تر څار لاندې ترسره شي.
خلیلزاد د پاکستان اوسنی سیاست ناکام بللی او ویلي یې دي اوس د جدي خبرو او ډیپلوماسۍ وخت دی.

