د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په کابل کې یې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د ملکي وګړو پر کورونو د بمبارۍ په تړاو یې خپل شدید او قاطع اعتراض ورته وړاندې کړی دی.
د وزارت په وینا، تېره شپه د پاکستان پوځ د خوست، پکتیکا او کنړ ولایتونو په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری وژل شوي او ۱۴ نور ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره نقض او بشري جنایت بللی او په کلکو ټکو یې غندلي دي.
وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د خاورې دفاع او د خلکو د امنیت ساتنه خپل مسئولیت ګڼي.
وزارت همداراز ویلي چې پاکستان باید د نیابتي سیاستونو پر ځای خپلو کورنیو ستونزو ته اساسي حل لارې ومومي او خبرداری یې ورکړی چې د دغو تکراري پاروونکو اقداماتو او بریدونو د ټولو پایلو مسئولیت به د پاکستان د پوځ پر غاړه وي.

