دوشنبه, جون 22, 2026
Home Blog Page 58

واکنش کویت در پی حملات ایران بر تاسیسات آمریکا در این کشور

در پی حمله ایران بر تاسیسات آمریکا در کویت وزارت خارجه کویت بر این اقدام واکنش نشان داده و آنرا نقض آشکار حاکمیت این کشور میداند.

وزارت خارجه کویت:
« حمله گستاخانه امروز ایران، یک تنش زایی جدید در منطقه است. تجاوز ایران گام خطرناکی است که جان غیرنظامیان را به خطر می اندازد. این تجاوز نشان دهنده یک رویکرد خصمانه سازمان یافته و نقض آشکار حاکمیت ملی کویت است »

این واکنش در حالی رخ داده است که ایران شب گذشته بر چندین تاسیسات آمریکا در کویت حملات هوایی انجام داده بود.

تجمع شماری از مهاجران افغان در برابر سفارت افغانستان در ایران

شماری از مهاجران افغان مقیم ایران امروز چهارشنبه با برگزاری تجمعی در برابر سفارت افغانستان تحت کنترول طالبان در تهران، حمایت خود را از اعتراضات اخیر مردم هرات اعلام کردند.

شرکت‌کنندگان در این تجمع با سر دادن شعارهایی از جمله «کار، تحصیل و آزادی» خواستار توجه به مطالبات شهروندان افغانستان شدند.

معترضان همچنین پلاکاردهایی در دست داشتند که بر حمایت از اعتراضات مردمی هرات تأکید می‌کرد.

در یکی از این پلاکاردها نوشته شده بود: «سند عزت، خون پاک جوانان جبرئیل هرات است.»

یکی از شرکت‌کنندگان در این تجمع از شهروندان خواست در کنار زنان و مردم افغانستان بایستند و اجازه ندهند خون قربانیان نادیده گرفته شود.

این تجمع یک روز پس از اعتراضات مردمی در منطقه جبرئیل ولایت هرات برگزار شد؛ اعتراضاتی که بر اساس گزارش‌ها با مداخله و سرکوب نیروهای طالبان مواجه شد.

رویدادهای اخیر هرات با واکنش شماری از فعالان، سیاستمداران و مهاجران افغان در داخل و خارج از کشور همراه بوده و خواستار رسیدگی به وضعیت معترضان و بازداشت‌شدگان شده‌اند.

ډونالډ ټرمپ:ښايي ژر د ایران پر تاسیساتو د نویو بریدونو امر صادر کړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوې مرکې کې ویلي چې ښايي په نږدې راتلونکې کې د ایران پر برېښناکوټونو او پلونو د نویو بریدونو امر صادر کړي.

ټرمپ ویلي، د دې احتمالي پرېکړې لامل د ایران له لوري د خبرو اترو د بهیر اوږدېدل دي.

د هغه په وینا، تهران د یوې موافقې ترلاسه کول تر اړتیا زیات ځنډولي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې که د مذاکراتو بهیر بدلون ونه مومي، نو نوې پرېکړې به ونیول شي.

ټرمپ همداراز ادعا کړې چې امریکا په خپلو وروستیو بریدونو کې د هغو راداري سیسټمونو ۵۵ سلنه له منځه وړي چې ایران د اوربند پر مهال بیا رغولي وو.

ایراني چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

خالده پوپل؛د ټایم مجلې د ورزش د سلو اغېزناکو کسانو په نوملړ کې راغلې

د افغانستان فوټبال ښځینه لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشره او فعاله خالده پوپل د ټایم مجلې د ۲۰۲۶ کال د «په ورزش کې ۱۰۰ اغېزناکو کسانو» په نوملړ کې راغلې ده.

ټایم مجله هر کال هغه کسان معرفي کوي چې په نړیواله کچه یې په ورزشي برخه کې مهم بدلونونه راوړې وي.

خالده پوپل د افغان ښځینه فوټبال له مخکښو څېرو ده او له کلونو راهیسې د افغان ښځینه لوبغاړو د ملاتړ او بیا انسجاک لپاره کار کوي.

د نوموړې د هڅو په پایله کې همداراز فیفا د افغان ښځینه فوټبال لوبډلې ته په نړیوالو سیالیو د لوبېدو رسمي اجازه ورکړه.

حامد کرزی:نریندرا مودي ته د هند د تر ټولو اوږدمهاله منتخب لومړي وزیر کېدو مبارکي وايم

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند لومړي وزیر نریندرا مودي ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې نوموړی د هند په تاریخ کې د ډیموکراتیکو ټاکنو له لارې تر ټولو اوږدمهاله خدمت کوونکی لومړی وزیر شوی دی.

کرزي په خپل پیغام کې ویلي چې مودي ته د هند ولس ته د خدمت په برخه کې د لا بریاوو هیله لري او زیاته کړې یې ده چې د هند خلکو په پرله‌پسې ډول پر هغه خپل باور څرګند کړی او د خپل مشر په توګه یې ټاکلی دی.

نوموړي د هند له خلکو او حکومت سره د ښو اړیکو او همکارۍ پر دوام هم ټینګار کړی دی.

پاکستاني رسنۍ:کشمیر کې د پوځ Mi-17 چورلکه غورځېدلې او ټول سپاره یې وژل شوي

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې د Mi-17 ډوله پوځي چورلکه د تخنیکي ستونزې له امله د پاکستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په مظفرآباد سیمه کې د الوتنې پر مهال غورځېدلې ده.

د پاکستان پوځ ویلي چې په پېښه کې د چورلکې ټول سپاره وژل شوي، خو د هغوی دقیق شمېر یې نه دی څرګند کړی.

چارواکي وایي چې د پېښې د لاملونو د لا روښانتیا لپاره پلټنې روانې دي.

رويټرز:د قطر مذاکراتي پلاوی د امریکا له مشورو وروسته د وروستۍ هوکړې د نهایي کولو لپاره تهران ته رسیدلی

رویټرز په يو راپور کې ويلي، د قطر مذاکراتي پلاوی د چهارشنبې په سهار تهران ته سفر کړی ترڅو د امریکا او ایران ترمنځ د یوې احتمالي هوکړې وروستي جزییات نهايي کړي.

دا سفر د امریکا له چارواکو سره د مشورو وروسته ترسره شوی دی.

رويټرز وایي چې قطر هڅه کوي د دواړو خواوو ترمنځ پاتې اختلافات حل او د روان کړکېچ د کمېدو لپاره وروستۍ موافقه رامنځته کړي.

تر اوسه د دې احتمالي هوکړې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي.

دیدار سفیر حکومت طالبان با سکرتر جنرال وزارت دفاع مالیزیا

نقیب الله احمدی، سفیر حکومت طالبان در کوالالمپور با داتوک محمد یانی، سکرتر جنرال وزارت دفاع مالیزیا دیدار کرد.

در این دیدار، دو طرف درباره تقویت روابط میان دو کشور، ارتقای ظرفیت‌ها و گسترش همکاری‌های تخنیکی بحث کردند و به گسترش بیش از پیش همکاری‌ها تاکید کردند.

د افغان ښځو؛د زده کړو، کار او آزادۍ شعارونه د ایران تر کوڅو او سړکونو

په ایران کې مېشتې افغان نجونې او ښځې هم د هرات د ښځو د ملاتړ لپاره د یو لاریون په ترڅ کې د طالبانو د حکومت د سفارت مخې ته راټولې شوې.

لاریون کوونکو د «زده ‌کړو، کار او ازادۍ» شعارونه ورکول او په افغانستان کې د ښځو د حقونو د وضعیت په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړه.

دوی له افغانو ښځو سره خپل پیوستون اعلان کړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د ښځو د حقونو، انساني کرامت او بنسټیزو آزادیو د ملاتړ لپاره لا زیات عملي ګامونه واخلي.

هم مهاله په پاکستان کې هم معترضې ښځې په افغانستان دننه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره په اعتراضیه لاریون راوتلې وې او د افغان ښځو لپاره یې د عدالت او آزادۍ غږ پورته کړ.

په پاکستان کې؛د هرات له ښځو سره د جلاوطنو معترضو ښځو پیوستون

په پاکستان کې د «آزادگان در تبعید» (په جلاوطنۍ کې آزادۍ غوښتونکي) غورځنګ فعالانو په هرات کې له ښځو سره د پیوستون او یووالي په موخه لاریون وکړ.

د یاد غورځنګ معترضو ښځو په هرات کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو نیول کېدل او د پرونیو لاریونونو ځپل وغندل.

دوی د افغان ښځو د کړاوونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه او عدالت او آزادۍ ته یې د افغان ښځو پر اړتیا ټینګار وکړ.

معترضو ښځو همداراز د لاریون پر مهال د عدالت، آزادۍ، زده کړو، بیان آزادۍ، مبارزې او ژمنتیا شعارونه بدرګه کول.