دوشنبه, جون 22, 2026
Homeکورپاڼهد بلوڅ یووالي کمېټې؛مشره ماه رنګ بلوڅ په عمري بند محکومه شوه

د بلوڅ یووالي کمېټې؛مشره ماه رنګ بلوڅ په عمري بند محکومه شوه

راپورونه ښیي چې د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې د بشري حقونو فعالې او د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماه رنګ بلوڅ ته د عمر بند سزا واوروله.

د معلوماتو له مخې، د ځینو امنیتي ستونزو له امله دا محاکمه نن دوشنبه د کوټې په زندان کې دننه په یوه «ځانګړې محکمه» کې ترسره شوې او د ماه رنګ ترڅنګ د بلوڅانو د یووالي کمېټې ځينو نورو غړو لکه صبغت الله شاه جي، بالاچ قادر او ابوبکر کلانچي ته هم د عمري بند سزا اورول شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۴ کال په جولای کې د بلوچستان په ګوادر کې د بلوچ راجي‌مچي په نامه غونډې پر مهال د شبیر په نوم یو امنیتي کس په ډبرو لګېدو نه وروسته مړ شو او د هغه د وژل کېدو قضیه د ماه رنګ بلوڅ او نور بلوڅ فعالانو پر ضد ثبت شوې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here