د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بريدونه په کلکه غندي.
ښاغلي غني په خپله ايکسپاڼه ليکلي:«هم مهاله، د پاکستان په نویو هوایي بریدونو کې زموږ ګڼ شمېر ملکي هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي. په داسې حال کې چې دا پېښې او عاملین یې کلک غندم، د شهیدانو کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګندوم او ټپیانو ته د الله تعالی له دربار نه د عاجلې شفا غوښتنه کوم.»
نوموړي ویلي چې افغانستان له ډېرو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو وروسته د ملي مرګ او ژوند یوه مهمه څلورلارې ته رسېدلی او د ده په وینا د مشروعیت بحران د اوسني وضعیت اساسي لامل دی.
اشرف غني ټینګار کړی چې د افغانستان د ستونزو د حل او د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو لپاره د افغانانو ګډ عقل، ملي یووالی او پراخې هلې ځلې اړینې دي.
هغه ویلي چې تلپاتې سوله د افغانستان د خلکو ورک شوی حق دی او د هېواد دننه او له ګاونډیو هېوادونو سره د دوامدار ثبات او هوساینې لپاره حیاتي ارزښت لري.
هغه له افغانانو غوښتي چې د یووالي، تفاهم او ګډ کار له لارې د سولې او سوکالۍ پر لور ګامونه واخلي.

