د طالبانو حکومت اعلان کړی چې د دوی د مشر هبت الله اخندزاده د حکم له مخې په یو شمېر دولتي ادارو او وزارتونو کې نوې ګومارنې شوې دي.
د اعلان له مخې، د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک پخوانی مرستیال ملا عبدالله بشیر د معیار او کیفیت ادارې د عمومي رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
همداراز د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو، اقوامو او قبایلو د همغږۍ پخوانی مرستیال مولوي محمد علي جان د دفاع وزارت د ټکنالوژۍ او لوژستیک د مرستیال په توګه ګومارل شوی دی.
د طالبانو حکومت د سرحدي پولیسو پخوانی عمومي رئیس مولوي حزب الله افغان د ارشد معینیت د رئیس ارکان په توګه ټاکلی او د ارشد معینیت پخوانی رئیس ارکان ملا عبدالرحیم احمد یې د سرحدي پولیسو د عمومي رئیس په توګه ګومارلی دی.
د یادو ټاکنو له مخې، د معیار او کیفیت ادارې پخوانی عمومي رئیس ملا فیض الله تمیم هم د زابل ولایت د مرستیال والي په توګه ټاکل شوی دی.

