پنجشنبه, جون 11, 2026
Homeکورپاڼهانتونيو ګوټرېش:حوثیان دې د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو نیول شوي کارکوونکي...

انتونيو ګوټرېش:حوثیان دې د ملګرو ملتونو او مرستندویو بنسټونو نیول شوي کارکوونکي سمدستي خوشې کړي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش د حوثیانو له لوري د ملګرو ملتونو، نادولتي بنسټونو، مدني ټولنو او ډیپلوماتیکو استازولیو د کارکوونکو پر نیولو سختې نیوکې کړې دي.

ګوټرېش ویلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د دغو کسانو نیول د منلو وړ نه دي او باید ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

نوموړي د ټولو نیول شویو کسانو د سمدستي او بې‌قید و شرطه خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې بشري مرستندوی کارکوونکي باید د خپلو مسلکي فعالیتونو له امله هدف ونه ګرځول شي او باید وکولای شي خپلې دندې له هر ډول فشار، ځورونې او د نیول کېدو له وېرې پرته ترسره کړي.

هغه ویلي چې بشري مرستې د میلیونونو اړمنو خلکو لپاره حیاتي ارزښت لري او د دغو مرستو دوام د مرستندویو ادارو د خوندي او ازاد فعالیت له تضمین سره تړاو لري.

ګوټرېش همداراز له نیول شویو کسانو او د هغوی له کورنیو سره خپل پیوستون څرګند کړی او د بشري اصولو او نړیوالو قوانینو د درناوي غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here