پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 26

جاپان اعزام احتمالی نیروهای دریایی برای پاک‌سازی ماین‌ها در خلیج را بررسی می‌کند

دولت جاپان در حال بررسی اعزام نیروهای دریایی این کشور برای پاک‌سازی ماین‌ها در یک آبراه مهم در منطقه خلیج است اقدامی که پس از آتش‌بس میان ایالات متحده و ایران و در چارچوب تلاش‌ها برای تأمین امنیت کشتیرانی مطرح شده است.

به گزارش منابع خبری بین‌المللی هدف این طرح کمک به بازگشایی و امن‌سازی مسیرهای حیاتی انتقال انرژی در منطقه عنوان شده است با این حال، این پیشنهاد در داخل جاپان با واکنش‌های متفاوت و بحث‌های جدی سیاسی روبه‌رو شده است.

منتقدان می‌گویند هرگونه حضور نظامی جاپان در عملیات‌های خارج از کشور می‌تواند با قانون اساسی صلح‌طلبانه این کشور که پس از جنگ جهانی دوم تصویب شده، در تضاد قرار گیرد. این قانون نقش نیروهای دفاعی جاپان را به‌طور عمده به دفاع از خاک این کشور محدود می‌کند.

در مقابل برخی مقام‌ها تأکید دارند که تصمیم نهایی هنوز گرفته نشده و هرگونه اقدام احتمالی تنها در شرایط مشخص و با در نظر گرفتن چارچوب‌های قانونی انجام خواهد شد.

این موضوع در حالی مطرح می‌شود که نگرانی‌ها درباره امنیت مسیرهای دریایی در خلیج افزایش یافته و برخی متحدان بین‌المللی خواستار نقش فعال‌تر جاپان در تأمین امنیت این گذرگاه استراتژیک شده‌اند.

سفر هیئت وزارت صنعت و تجارت به چین برای اشتراک در نمایشگاه چین–اوراسیا

مولوی شهاب‌الدین ثاقب، معین وزارت صنعت و تجارت حکومت طالبان در رأس یک هیئت بلندپایه به دعوت رسمی چین به منظور اشتراک در نمایشگاه «چین–اوراسیا ۲۰۲۶» به آن کشور سفر کرد.

این نمایشگاه از تاریخ ۲۵ تا ۲۹ جون ۲۰۲۶ در شهر ارومچی، مرکز منطقه خودمختار سین‌کیانگ چین برگزار می‌شود.

وزارت صنعت و تجارت هدف از این سفر را گسترش روابط تجارتی و اقتصادی، معرفی ظرفیت‌های سرمایه‌گذاری در افغانستان جلب سرمایه‌گذاری خارجی و تقویت همکاری‌های اقتصادی میان افغانستان و کشورهای منطقه عنوان کرده است.

مسئولان این وزارت تأکید کرده‌اند که حضور افغانستان در این نمایشگاه می‌تواند زمینه‌های تازه‌ای را برای توسعه تجارت و جذب سرمایه در کشور فراهم سازد.

ترامپ:ایران گفته است از کشتی‌های عبوری از تنگه هرمز هزینه نمی‌گیرد

دونالد ترامپ رئیس‌جمهور ایالات متحده آمریکا مدعی شده است که ایران اعلام کرده هیچ هزینه‌ای از کشتی‌های عبوری از تنگه هرمز دریافت نخواهد کرد موضوعی که در چارچوب بحث‌های مربوط به امنیت و آزادی کشتیرانی در این مسیر راهبردی مطرح شده است.

با وجود اعلام پاکستان درباره احتمال ازسرگیری مذاکرات هیئت‌های کارشناسی ایران و آمریکا در هفته آینده گزارش‌ها نشان می‌دهد دو طرف همچنان بر مواضع متفاوتی تأکید دارند.

بر اساس این گزارش‌ها ایالات متحده بیشتر بر برنامه هسته‌ای ایران ذخایر اورانیوم غنی‌شده و همچنین آزادی عبور و مرور در تنگه هرمز بدون دریافت عوارض تأکید می‌کند.

در مقابل ایران بر پایان جنگ در لبنان و آزادسازی دارایی‌های مسدودشده خود در خارج از کشور پافشاری دارد.

تهران همچنین بار دیگر تأکید کرده است که به بازرسان آژانس بین‌المللی انرژی اتمی اجازه دسترسی به تأسیسات آسیب‌دیده و مواد هسته‌ای داده نخواهد شد.

در همین حال پاکستان اعلام کرده است که روند گفت‌وگوهای کارشناسی میان تهران و واشنگتن ممکن است در روزهای آینده ادامه یابد هرچند اختلاف نظرها میان دو طرف همچنان پابرجاست.

ریاض؛د ایران او خلیجي هېوادونو د خبرو اترو د نوې دورې کوربتوب کوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو ترمنځ د سیمه‌ییزو خبرو اترو د نوې دورې کوربه توب لپاره چمتو کېږي.

د راپور له مخې، دا خبرې د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) غړو هېوادونو او عراق په ګډون ترسره کېږي او تمرکز به یې د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت او د دې ستراتېژیکې سمندري لارې د کارونې پر څرنګوالي وي.

ویل شوي چې دا ناسته د ایران او امریکا ترمنځ له روانو مذاکراتو او همداراز د هرمز تنګي د ماین پاکۍ له بهیر جلا ده او یوازې د سیمه‌ییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د چوکاټ پر پیاوړتیا تمرکز کوي.

د دې خبرو موخه د سیمه‌ییزو اختلافاتو کمول او د خلیج په حساسه سیمه کې د ګډو همکاریو د نویو لارو موندل بلل شوي دي.

هېدربار: اروپایي ټولنه د بشري مرستو له لارې د طالبانو د وربللو شرم نه شي پاکولی

اروپایي ټولنې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰ میلیونه یورو ګډه مرسته به د روغتیا او خوندیتوب خدماتو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي او همداراز به له راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کسانو سره د کارموندنې او معیشتي فرصتونو له لارې د ځان‌بسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.

خو د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هېدر بار په یوه جلا غبرګون کې پر اروپایي ټولنې نیوکه کړې چې له دې مالي مرستو سره نه شي کولی هغه «شرم» جبران کړي چې د طالبانو د استازو د بللو له امله رامنځته شوی دی.

هغې ویلي دا ډول اقدامات د هغو کسانو د شړلو پر مهال د ستونزې حل نه شي کېدی چې بېرته د تعقیب او خطر له چاپېریال سره مخ کېږي. د نوموړې په وینا، اروپایي ټولنه هغو خلکو ته یوازې د لږو پیسو په ورکولو سره چې بېرته یې د تعقیب او ځورونې په لور شړي، خپل شرم نه شي پاکولی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو په اړه د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې نوي سیاستونه له نیوکو سره مخ دي.

د اسراییل دفاع وزیر:چې امریکا هم راته ووايي، له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه نه باسو

د اسراییل د دفاع وزیر اسرایل کاتز ویلي چې هېواد به یې حتا د امریکا د غوښتنې په صورت کې هم له سویلي لبنان څخه خپل ځواکونه ونه باسي.

کاتز د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې اسراییلي سرتېري به په یادو سیمو کې پاتې شي، په داسې حال کې چې د سیمې اوسېدونکي به له دغو ځایونو بهر وي.

د هغه په وینا، په سیمه کې ګڼې ودانۍ او هغه تاسیسات ویجاړ شوي چې اسراییل یې امنیت ته ګواښ بللي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اسراییل نه غواړي پخوانی وضعیت بیا تکرار شي، ځکه د ده په خبره، په تېرو کلونو کې په ورته سیمو کې د ملکي وګړو د حضور تر څنګ د وسلوالو فعالیتونو او پر اسراییلي ځواکونو د بریدونو پېښې شوې وې.

د اسراییل دفاع وزیر ادعا کړې چې په دغو سیمو کې اوس نه ملکي اوسېدونکي شته او نه هم وسله‌وال، او ټینګار یې کړی چې د امنیتي دلایلو له مخې به اسراییلي ځواکونه خپل حضور ته دوام ورکړي.

اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه؛ښوونځي تړل کیږي او د روغتیا خطرونه زیات شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ټېدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې اروپا د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ ده چې له امله یې ښوونځي تړل کېږي او د خلکو روغتیا له جدي خطر سره مخ شوې ده.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې وروستي معلومات ښيي په اروپا کې د تودوخې کچه د نړۍ د تودوخې د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره په چټکۍ لوړېږي چې دا د راتلونکو کلونو لپاره د سختې ګرمۍ له امله د پېښو احتمال او شدت نور هم زیاتوي.

هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ نور د ځنډ توان نه لري او د هېوادونو مشران باید د اقلیم له بدلون سره د مقابلې وړ روغتیايي سیستمونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. همداراز یې د اقلیمي اقدام د چټکولو او د اقلیمي بحران د اصلي لاملونو د کمولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته هم لارښوونه کړې چې د سختې ګرمۍ پر مهال د ځان د ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر وکاروي.

ایران بار دیگر ادعای موافقت با بازرسی از تأسیسات هسته‌ای آسیب‌دیده را رد کرد

کاظم غریب‌آبادی معاون وزیر امور خارجه ایران بار دیگر گزارش‌ها درباره موافقت تهران با بازرسی از تأسیسات هسته‌ای آسیب‌دیده و مواد هسته‌ای را رد کرد.

غریب‌آبادی روز سه‌شنبه در شبکه اجتماعی ایکس نوشت که در جریان مذاکرات سوئیس هیچ دیداری با رافائل گروسی مدیرکل آژانس بین‌المللی انرژی اتمی، برگزار نشده و هیچ برنامه‌ای برای دسترسی بازرسان آژانس به تأسیسات هدف حملات اخیر و مواد هسته‌ای وجود ندارد.

او همچنین در واکنش به اظهارات مقام‌های آمریکایی از جمله دونالد ترامپ و جی‌دی ونس، تأکید کرد که نمی‌توان با «هیاهوی رسانه‌ای» واقعیت‌ها را تغییر داد.

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که رافائل گروسی ساعاتی پیش اعلام کرده بود بازرسی از تأسیسات هسته‌ای ایران از سر گرفته خواهد شد.

وی در گفت‌وگو با خبرنگاران در ژاپن گفت که تفاهم میان آمریکا و ایران به‌صراحت بر ادامه نظارت آژانس بر فعالیت‌های هسته‌ای ایران تأکید دارد و برای اجرای این روند، انجام بازرسی‌ها ضروری است.

گروسی با اشاره به ادامه رایزنی‌ها درباره زمان و مکان بازرسی‌ها افزود که تصمیم نهایی با همکاری دولت ایران اتخاذ خواهد شد و اصل مهم ازسرگیری این روند است.

پیش از این نیز اسماعیل بقایی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران اعلام کرده بود که هیچ برنامه‌ای برای بازرسی آژانس از تأسیسات آسیب‌دیده ایران وجود ندارد و در این زمینه سازوکار مشخصی تعریف نشده است.

این در حالی است که دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور آمریکا مدعی شده ایران با اجرای گسترده‌ترین سطح بازرسی‌های هسته‌ای در آینده موافقت کرده است. جی‌دی ونس، معاون رئیس‌جمهور آمریکا نیز پس از مذاکرات اخیر در سوئیس گفته بود تهران با بازگشت بازرسان آژانس موافقت کرده است؛ ادعایی که از سوی مقام‌های ایرانی رد شده است.

د سولې لپاره د پاکستان د منځګړیتوب ستاینه؛پزشکیان اسلام‌آباد ته له سفره خوشاله دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران او پاکستان د خپلو ارمانونو او هیلو په برخه کې ژور مشترکات لري او د دواړو هېوادونو اړیکې د سیمې د سولې لپاره مهم رول لوبولی شي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې دا هڅې د پاکستان د غني کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.

پزشکیان زیاته کړې چې پاکستان ته د سفر پر مهال یې په سوله کې د دغه هېواد د منځګړیتوب د ستاینې ترڅنګ له لوړپوړو مشرانو سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولی شي په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره زمینه برابره کړي.

که اوس نه وي، بیا کله؟ د ګډ ولسي فشار تاریخي شیبه

لیکوال: احمد شاه ساحل
بلوڅ او پښتانه ښايي تر دې غوره موقع د خپل عملي یووالي لپاره ونه مومي. همدا یې مناسب وخت دی چې دواړه قومونه د یوه منظم چوکاټ تر چتر لاندې د خپلو بندي مشرانو او غړو د را خوشې کولو لپاره په ګډه راووځي او تر نامعلومې مودې پورې پراخ لاریونونه اعلان او پیل کړي.

که په لومړیو ورځو کې په لاریونونو کې په ګڼ شمېر خلک ګډون ونه کړي، پروا نه کوي. د ولسي لاریونونو طبیعت همداسې وي؛ پیل یې له څو کسانو کېږي، خو د لارې په منځ او پای کې ان تر میلیونونو کسانو رسېږي. که د پي ټي ایم او بلوڅو سیاسي مشران د ماهرنګ د عمري بند د اعلان په همدې تودو شیبو کې هر څومره ژر د یوې منظمې او عملي کېدونکي تګلارې په جوړولو لاس پورې کړي، ګټور کار به یې کړی وي.

پاکستان دا مهال ځان پر افغانستان په بریدونو بوخت کړی، له بلې خوا د ځینو وسلوالو ډلو له داخلي ټکرونو سره هم مواجې دی، کشمیر او ګلګت پرې دپاسه؛ هممهاله د نړۍ په سوله او جګړه کې هم ګوتې وهي، او تر دې لا مهمه دا چې د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د بلوڅ وسلوالې ډلې د ساتلو موضوع دغې ډلې ته یو ډول رواني قوت او پاکستان ته سیاسي بدخوندي ورکړې ده. په داسې یو وضعیت کې به دا ډول پراخ او لوی ولسي لاریونونه حتماً پاکستان د خلکو د غوښتنو منلو ته اړ باسي. په ځانګړي ډول، په داسې حال کې چې پي ټي ایم او بلوڅانو وار له مخه پر نړۍ خپلې غاړې خلاصې کړي دي، او مهمه دا چې د نړیوالو بشري سازمانونو ملاتړ او پام یې هم ترلاسه کړی دی. دغو سازمانونو څو ځله د یادو بندیانو د خوشې کولو او د هغوی د بې‌ ګناهۍ په اړه غږ پورته کړی دی. اوس که بلوڅ او پښتانه هم په ګډه خپل غږ ورسره یو کړي، نو اغېز به یې لا زیات شي. (دلته دا هم مهمه ده چي که پاکستان وغواړي دغه لاریونونه وځپي یا یې نړۍ ته په اړه ناسم معلومات ورکوي، نو نه به شي کولی او هیڅ پلمه به ورته نه لري. ځکه نړیوال سازمانونه به مخکې تر مخکې په ملامت او سلامت خبر وي، او ورته وایي به چې موږ خو لا له وړاندې تاسو ته د دوی د غوښتنو منلو ویلي وه. یعنې په دې مانا چي په دې مقطع کې به نړیوال سازمانونه حتماً د لاریونوالو پر طرف ولاړ وي.)

د دغو لاریونونو ګټه به پښتنو او بلوڅو ته دا وي چې، له یوې خوا به خپل بندي مشران او غړي راخوشي کړي، او له بلې خوا به خپل لومړنی عملي یووالی وازمويي. که دا تجربه بریالۍ شي، نو عام پښتانه او بلوڅ به د ګډ کار او یووالي په عملي ګټو لا ښه پوه شي، او په راتلونکي کې به د خپلو نورو موخو او غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هم په ګډه هڅې کوي.

پر دې سربېره، پي ټي ایم به تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د پخوا په څېر خپل عملي حضور وښيي او په میدان کې به راڅرګند شي. په دغه لاریونونو کې به پي ټي ایم د خپلو زنداني او ازادو غړو نومونه هم د بندیزونو له بېلابېلو لېستونو څخه وباسي، او په دې توګه به پي ټي ایم په نسبي ډول، بیرته خپل عادي او معمول حالت ته راوګرځي.

بدلونونه وخت ته نه، حرکت ته ګوري!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.