پنجشنبه, جولای 2, 2026
Homeافغانستاند ترکیې شرکت؛په افغانستان کې له کثافاتو څخه د انرژۍ د تولید...

د ترکیې شرکت؛په افغانستان کې له کثافاتو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو حکومت د برښنا شرکت مسوولانو ویلي، د ترکیې د NKY شرکت له استازو سره یې په یوه غونډه کې د برښنا د تاسیساتو د بیارغونې او له کثافاتو څخه د انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.

د NKY شرکت مرستیال هاقان بوس ویلي چې دغه شرکت په افغانستان کې د برښنا د تولید د تاسیساتو د بیا رغونې او له کثافاتو څخه د انرژۍ تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د افغانستان برښنا شرکت چارواکو د دې لېوالتیا هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د برښنا سکتور او نورو پراختیايي برخو کې د پانګونې لپاره فرصتونه شته.

کارپوهان وايي چې افغانستان له کلونو راهیسې د برښنا له کمښت او پرله‌پسې بندښتونو سره مخ دی، چې د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصادي فعالیتونو یې اغېز کړی دی.

د دوی په باور، د برښنا د تولید د ظرفیتونو پراخول او د بدیلو انرژۍ سرچینو کارول، په ځانګړي ډول له کثافاتو څخه د انرژۍ تولید، کولی شي د دې ستونزې په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here