چهارشنبه, جون 24, 2026
Homeکورپاڼهکه اوس نه وي، بیا کله؟ د ګډ ولسي فشار تاریخي شیبه

که اوس نه وي، بیا کله؟ د ګډ ولسي فشار تاریخي شیبه

لیکوال: احمد شاه ساحل
بلوڅ او پښتانه ښايي تر دې غوره موقع د خپل عملي یووالي لپاره ونه مومي. همدا یې مناسب وخت دی چې دواړه قومونه د یوه منظم چوکاټ تر چتر لاندې د خپلو بندي مشرانو او غړو د را خوشې کولو لپاره په ګډه راووځي او تر نامعلومې مودې پورې پراخ لاریونونه اعلان او پیل کړي.

که په لومړیو ورځو کې په لاریونونو کې په ګڼ شمېر خلک ګډون ونه کړي، پروا نه کوي. د ولسي لاریونونو طبیعت همداسې وي؛ پیل یې له څو کسانو کېږي، خو د لارې په منځ او پای کې ان تر میلیونونو کسانو رسېږي. که د پي ټي ایم او بلوڅو سیاسي مشران د ماهرنګ د عمري بند د اعلان په همدې تودو شیبو کې هر څومره ژر د یوې منظمې او عملي کېدونکي تګلارې په جوړولو لاس پورې کړي، ګټور کار به یې کړی وي.

پاکستان دا مهال ځان پر افغانستان په بریدونو بوخت کړی، له بلې خوا د ځینو وسلوالو ډلو له داخلي ټکرونو سره هم مواجې دی، کشمیر او ګلګت پرې دپاسه؛ هممهاله د نړۍ په سوله او جګړه کې هم ګوتې وهي، او تر دې لا مهمه دا چې د امریکا له لوري د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه د بلوڅ وسلوالې ډلې د ساتلو موضوع دغې ډلې ته یو ډول رواني قوت او پاکستان ته سیاسي بدخوندي ورکړې ده. په داسې یو وضعیت کې به دا ډول پراخ او لوی ولسي لاریونونه حتماً پاکستان د خلکو د غوښتنو منلو ته اړ باسي. په ځانګړي ډول، په داسې حال کې چې پي ټي ایم او بلوڅانو وار له مخه پر نړۍ خپلې غاړې خلاصې کړي دي، او مهمه دا چې د نړیوالو بشري سازمانونو ملاتړ او پام یې هم ترلاسه کړی دی. دغو سازمانونو څو ځله د یادو بندیانو د خوشې کولو او د هغوی د بې‌ ګناهۍ په اړه غږ پورته کړی دی. اوس که بلوڅ او پښتانه هم په ګډه خپل غږ ورسره یو کړي، نو اغېز به یې لا زیات شي. (دلته دا هم مهمه ده چي که پاکستان وغواړي دغه لاریونونه وځپي یا یې نړۍ ته په اړه ناسم معلومات ورکوي، نو نه به شي کولی او هیڅ پلمه به ورته نه لري. ځکه نړیوال سازمانونه به مخکې تر مخکې په ملامت او سلامت خبر وي، او ورته وایي به چې موږ خو لا له وړاندې تاسو ته د دوی د غوښتنو منلو ویلي وه. یعنې په دې مانا چي په دې مقطع کې به نړیوال سازمانونه حتماً د لاریونوالو پر طرف ولاړ وي.)

د دغو لاریونونو ګټه به پښتنو او بلوڅو ته دا وي چې، له یوې خوا به خپل بندي مشران او غړي راخوشي کړي، او له بلې خوا به خپل لومړنی عملي یووالی وازمويي. که دا تجربه بریالۍ شي، نو عام پښتانه او بلوڅ به د ګډ کار او یووالي په عملي ګټو لا ښه پوه شي، او په راتلونکي کې به د خپلو نورو موخو او غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره هم په ګډه هڅې کوي.

پر دې سربېره، پي ټي ایم به تر اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د پخوا په څېر خپل عملي حضور وښيي او په میدان کې به راڅرګند شي. په دغه لاریونونو کې به پي ټي ایم د خپلو زنداني او ازادو غړو نومونه هم د بندیزونو له بېلابېلو لېستونو څخه وباسي، او په دې توګه به پي ټي ایم په نسبي ډول، بیرته خپل عادي او معمول حالت ته راوګرځي.

بدلونونه وخت ته نه، حرکت ته ګوري!

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here