په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي مایک والټز د منځني ختیځ په اړه د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې پر مهال ایران ته سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ «حوصله نامحدوده نه ده».
والټز له ایرانه وغوښتل چې خپل بریدونه ودروي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړو او نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کېږدي.
هغه د تېرې اوونۍ د ایران هغو بریدونو ته اشاره وکړه چې د امریکا له هوايي بریدونو وروسته ترسره شوي وو، او ویې ویل: «ایا ایران حق لري پر کوېټ برید وکړي او په نړیوالو اوبو کې د پاناما او سنګاپور په بیرغ لرونکو ملکي بېړیو بریدونه وکړي؟ ایا دا د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې له مخې مشروع دفاع بلل کېدای شي؟ زما په اند، هېڅکله نه.»
مایک والټز ټینګار وکړ چې د ایران وروستي بریدونه له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي او زیاته یې کړه: «نړۍ نور د دې وضعیت د زغملو توان نه لري. ایران باید د امنیت شورا هغو مکلفیتونو ته درناوی وکړي چې شورا یې په اتفاق تصویب کړي، او نړیواله ټولنه باید دغه رژیم د خپلو کړنو حساب ورکولو ته اړ کړي.»

