اروپایي ټولنې او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د ۲۰ میلیونه یورو ګډه مرسته به د روغتیا او خوندیتوب خدماتو د پیاوړتیا لپاره ولګول شي او همداراز به له راستنېدونکو او بېځایه شویو کسانو سره د کارموندنې او معیشتي فرصتونو له لارې د ځانبسیاینې په برخه کې مرسته وکړي.
خو د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هېدر بار په یوه جلا غبرګون کې پر اروپایي ټولنې نیوکه کړې چې له دې مالي مرستو سره نه شي کولی هغه «شرم» جبران کړي چې د طالبانو د استازو د بللو له امله رامنځته شوی دی.
هغې ویلي دا ډول اقدامات د هغو کسانو د شړلو پر مهال د ستونزې حل نه شي کېدی چې بېرته د تعقیب او خطر له چاپېریال سره مخ کېږي. د نوموړې په وینا، اروپایي ټولنه هغو خلکو ته یوازې د لږو پیسو په ورکولو سره چې بېرته یې د تعقیب او ځورونې په لور شړي، خپل شرم نه شي پاکولی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان کډوالو په اړه د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې نوي سیاستونه له نیوکو سره مخ دي.

