دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 27

د امریکا او جرمني اختلافات؛ډونالډ ټرمپ پرېکړه وکړه چې له جرمني پنځه زره پوځیان وباسي

سي‌ان‌ان راپور ورکړی، د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې شاوخوا ۵۰۰۰ پوځیان به له جرمني څخه وباسي.

دا اقدام وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جرمني له لومړي وزیر فریدرتش مرتس سره لفظي شخړه وکړه.

مرتس د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه “بې ستراتیژۍ” بللې وه او ویلي یې وو چې امریکا په دې جګړه کې کمزورې ښکاري.

د امریکا د جګړې وزارت ویلي چې دا پرېکړه اروپا کې د پوځي حضور د بیاکتنې وروسته شوې او تمه ده چې دا وتل به په راتلونکو ۶ تر ۱۲ میاشتو کې بشپړ شي.

سره له دې، امریکا به لا هم له ۳۰ زرو زیات پوځیان په جرمني کې وساتي، ځکه دغه هېواد د امریکا لپاره مهم پوځي مرکزونه لري.

راپور زیاتوي چې د ایران جګړې د امریکا او اروپایي متحدینو ترمنځ اختلافات زیات کړي، ځکه امریکا دا جګړه د ډېرو متحدینو له سلا پرته پیل کړې وه.

ملګري ملتونه:منځني ختیځ کې د روان کړکیچ په اړه اندیښمن یو

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي چې د منځني ختیځ روان کړکېچ درېیمې میاشتې ته داخل شوی او ټینګار یې کړی چې د دې جګړې دروند بار ټول بشریت پر غاړه اخلي.

ګوتریش په خپل تازه بیان کې له ټولو ښکېلو اړخونو وغوښتل چې له هغو اقداماتو ډډه وکړي چې د اوربند بهیر کمزوری کوي او تاوتریخوالی لا زیاتوي.

هغه زیاته کړه چې نړۍ د دې شخړې د پای ته رسولو لپاره یوه سوله‌ییزه، هر اړخیزه او دوامداره حللارې ته بیړنۍ اړتیا لري.

ضیاءالحق امرخېل ریچارډ لینډسي ته:بریتانیا دې پر پاکستان فشار راوړي چې پر افغانستان بریدونه ودروي

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل وایي، د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي سره په لیدنه کې یې د هېواد د روان وضعیت ترڅنګ، د پاکستان له لوري پر افغان خاورې د بریدونو په اړه د خلکو اندېښنې شریکې کړې دي.

امرخېل زیاته کړې چې بریتانیا له پاکستان سره تاریخي اړیکې لري او پر هغه هېواد اغېز هم لري؛ نو ځکه کولای شي اسلام‌اباد ته د افغانانو پیغام ورسوي، څو د دغه ډول خونړیو بریدونو او بشري جنایتونو مخه ونیول شي.

امریکایي رسنۍ:ډونالډ ټرمپ د عراق د لومړي وزیر کېدو لپاره تازه نوماند علي الزیدي واشنګټن ته بللی

امریکایي رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق د لومړي وزیر کیدو لپاره د علي الزیدی د نوماند کېدو هرکلی کړی او هغه یې واشنګټن ته د سفر لپاره بللی دی.

ټرمپ ویلي چې واشنګټن غواړي په عراق کې داسې حکومت وویني چې له ترهګرۍ پاک وي او وکولای شي د خلکو لپاره یو روښانه راتلونکی رامنځته کړي.

هغه زیاته کړې چې د امریکا او عراق ترمنځ د اړیکو لپاره د یوې نوې او قوي دورې پیل مهم دی.

په ورته وخت کې، علي الزیدی ویلي چې له ټرمپ سره یې ټیلیفوني خبرې کړې دي او هغه ورته د سپینې ماڼۍ بلنه ورکړې ده، څو د نوي حکومت له جوړېدو وروسته لیدنه وکړي.

د عراق د سیاسي سرچینو په وینا، دا نوماند د پارلماني ټاکنو له ترسره کېدو شاوخوا پنځه نیم میاشتې وروسته د سختو سیاسي اختلافاتو په ترڅ کې د توافق له لارې ټاکل شوی دی.

الزیدی چې د سوداګرۍ شالید لري، که وټاکل شي؛ نو د ۲۰۰۳ کال وروسته به د عراق تر ټولو ځوان لومړی وزیر وي.

د یادونې ده چې په عراق کې د واک وېش د فرقه‌یي توازن پر بنسټ دی، چې له مخې یې ولسمشر کرد، لومړی وزیر شیعه او د پارلمان مشر سني وي.

اسماعیل بقایي:ایران د امریکا سره د مذاکراتو نوی وړاندیز وړاندې کړ

‏د ایرنا د راپور له مخې، ایران د امریکا سره د مذاکراتو وروستی وړاندیز د پنجشنبې په ماښام د پاکستاني منځګړي له لارې سپارلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي په یوه ټلوېزیوني مرکه کې ټینګار کړی چې د جګړې پای او د دوامدارې سولې ترلاسه کول د تهران اساسي لومړیتوب دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تهران د جمعې امام چې د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون غړی دی، مخکې ویلي وو چې د اټومي پروګرام او د هرمز تنګي په اړه خبرې پای ته رسېدلې دي.

الجزیره:د امریکا او اسرائیل لخوا د ایران پر ضد د جګړې لګښت ۵۰ میلیارد ډالرو ته ورسېد

الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا او اسرائیل له لوري د ایران پر ضد د روانې جګړې لګښت شاوخوا ۵۰ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

الجزیرې ویلي چې دا شمېرې د پخوانیو اټکلونو نږدې دوه چنده دي.

په راپور کې ویل شوي چې د لګښتونو د محاسبې بشپړ جزئیات لا له رسمي سرچینو نه دي خپاره شوي.

جګړې تر اوسه پراخ زیانونه اړولي، د زیربناوو ویجاړۍ ترڅنګ زرګونه کسان، چې ځینې یې لوړپوړي ایراني چارواکي هم دي، وژل شوي دي.

په همدې حال کې، د هرمز تنګي کې د تاوتریخوالي زیاتوالي د اقتصادي او امنیتي اندېښنو کچه نوره هم لوړه کړې ده.

بلومبرګ:د ایران جګړه د ټرمپ راتلونکی پوځي چلند تر پوښتنې لاندې راولي

بلومبرګ راپور ورکړی، د ایران جګړه، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري پیل شوې، د امریکا د پخوانیو اسانه پوځي بریاوو لړۍ ماته کړې او اوس د هغه د راتلونکې پوځي تګلارې په اړه جدي پوښتنې راپورته شوي دي.

د راپور له مخې، کارپوهان په دې باور دي چې دا جګړه ښايي د ټرمپ پر چلند اغېزه وکړي—یا به هغه نور محتاط شي او یا به لا ډېر تند او چټک پوځي اقدام ته مخه کړي.

همدارنګه ویل کېږي چې ټرمپ دا جګړه تر ډېره د خپل زیات غرور او د پخوانیو بریاوو د تصور له امله پیل کړې وه؛ خو د ایران د جګړې پیچلتیاوې د امریکا لپاره ستراتیژیکه ننګونه ګرځېدلې ده.

ترکیه؛استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټریک ۱.۵ خبرې پای ته ورسېدې

د ترکیې په استانبول کې د iHH مرستندویه ادارې په کوربه‌توب د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «ټریک ۱.۵» غیر رسمي خبرې پای ته رسېدلې دي.

د راپورونو له مخې، دواړو لورو پر یو شمېر مهمو موضوعاتو د همکارۍ او تفاهم هوکړې کړې دي.

سرچینې وایي چې دا خبرې د باور جوړونې او د اړیکو د ښه کېدو په موخه ترسره شوې وې او تمه ده چې دا بهیر به په راتلونکې کې هم دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د چین په ارومچي ښار کې هم د دواړو لورو ترمنځ رسمي مذاکرات شوي وو، چې د افغانستان او پاکستاني استازو له لوري مثبت ارزول شوي دي.

سي‌اېن‌اېن:پاکستاني منځګړي تمه لري چې ایران د سولې نوې بدله شوې طرحه وړاندې کړي

سي‌اېن‌اېن په یو راپور کې ویلي، چې پاکستاني منځګړي تمه لري چې ایران به د سولې د پخوانۍ طرحې تر رد وروسته یوه نوې او بدله شوې طرحه وړاندې کړي.

راپور وايي چې دا ځواب ښايي تر راتلونکې جمعې پورې اعلان شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران سره د خبرو اترو بشپړ جزئیات یوازې دی او څو محدود کسان یې په اړه معلومات لري.

هغه زیاته کړې چې که څه هم خبرې په ښکاره توګه درېدلې ښکاري، خو په پټه توګه روانې دي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د ایران سره ځینې خبرې د ټیلیفوني اړیکو له لارې ترسره کېږي، او د هر نوي وړاندیز په اړه به د امریکا پرېکړه د ایران پر اټومي پروګرام د محدودیتونو په کچه پورې اړه ولري.

راپور زیاتوي چې د ایران له خوا وړاندې شوې پخوانۍ طرحه کې لومړی د هرمز تنګي پرانیستل او وروسته د اټومي موضوعاتو حل شامل و؛ خو هغه طرحه رد شوې وه.

ډونالډ ټرمپ د جرمني لومړي وزیر ته:په موږ نېوکې مه کوه، د خپل هېواد ستونزو ته دې پام وکړه

د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د جرمني پر لومړي وزیر فریدرتش مرتس توندې نیوکې کړې او هغه ته یې ویلي چې د خپل هېواد ستونزو ته پام وکړي او په امریکا دې نېوکې نه کوي.

ټرمپ ویلي چې جرمني باید د روسیې او اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي او د ایران په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

نوموړي همدارنګه اشاره کړې چې ښايي له جرمني، ایټالیا او هسپانیا څخه د امریکايي ځواکونو شمېر کم کړي.

هغه ویلي چې ځینې اروپايي هېوادونو د ایران په جګړه کې له امریکا سره مرسته نه ده کړې.

ګارډین ویلي چې د جرمني چارواکو هڅه کړې چې دا لانجه کمه وښيي او ویلي یې دي چې دا ډول څرګندونې نوې نه دي او مخکې هم شوې دي.

راپور زیاتوي چې د امریکا او جرمني ترمنځ دا لفظي شخړه وروسته له هغې زیاته شوې چې مرتس ویلي وو، امریکا د ایران په موضوع کې کمزورې شوې او روښانه تګلاره نه لري.