رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض د ایران او د خلیج د عربي هېوادونو ترمنځ د سیمهییزو خبرو اترو د نوې دورې کوربه توب لپاره چمتو کېږي.
د راپور له مخې، دا خبرې د خلیج د همکارۍ شورا (GCC) غړو هېوادونو او عراق په ګډون ترسره کېږي او تمرکز به یې د هرمز تنګي د راتلونکي مدیریت او د دې ستراتېژیکې سمندري لارې د کارونې پر څرنګوالي وي.
ویل شوي چې دا ناسته د ایران او امریکا ترمنځ له روانو مذاکراتو او همداراز د هرمز تنګي د ماین پاکۍ له بهیر جلا ده او یوازې د سیمهییزو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د چوکاټ پر پیاوړتیا تمرکز کوي.
د دې خبرو موخه د سیمهییزو اختلافاتو کمول او د خلیج په حساسه سیمه کې د ګډو همکاریو د نویو لارو موندل بلل شوي دي.

