د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ ایران ته سفر کړی دی.
د وزارت د عامه اړیکو رئیس، حافظ ضیا احمد تکل، ویلي چې د دغه سفر موخه د ایران د ستر رهبر د جنازې په مراسمو کې ګډون دی.
د نوموړي په وینا، ټاکل شوې ده چې افغان پلاوی د نورو هېوادونو له چارواکو سره یو ځای سبا د مخهښې په رسمي مراسمو کې ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت د دې سفر په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.

