د هند لپاره د ایران استازي ویلي، چې د امنیتي اندېښنو له امله به د ایران نوی مذهبي مشر مجتبی خامنهیي د خپل پلار، ایتالله علي خامنهیي، د جنازې په مراسمو کې ګډون ونه کړي.
د هند استازي، آیتالله حکیم الهي، د انډیا ټودی ټلوېزیون ته ویلي، د ایران د مشرانو پر وړاندې د اسرائیلو دوامداره ګواښونه د دې پرېکړې اصلي لامل دي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د اسرائیلو د دفاع وزیر، اسرائیل کاتز، ګواښ کړی و چې مجتبی خامنهیي د مرګ لپاره په نښه شوی دی.
ایران د دې ګواښ په غبرګون کې خبرداری ورکړی، چې د خپلو مشرانو پر وړاندې هر ډول راتلونکی ګواښ به له قوي ځواب سره مخ شي.
ایتالله علي خامنهیي د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران پر وړاندې د جګړې په پیل کې د امریکا او اسرائیلو په هوایي بریدونو کې په نخښه او ووژل شو او ويل کېږي چې د راتلونکې پنجشنبې ورځ یې د تدفين مراسم ترسره شي.

