چهارشنبه, جون 24, 2026
Homeکورپاڼهاروپا کې د سختې ګرمۍ څپه؛ښوونځي تړل کیږي او د روغتیا خطرونه...

اروپا کې د سختې ګرمۍ څپه؛ښوونځي تړل کیږي او د روغتیا خطرونه زیات شوي

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر ډاکټر ټېدروس ادهانوم ګبریسوس ویلي چې اروپا د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ ده چې له امله یې ښوونځي تړل کېږي او د خلکو روغتیا له جدي خطر سره مخ شوې ده.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي چې وروستي معلومات ښيي په اروپا کې د تودوخې کچه د نړۍ د تودوخې د منځنۍ کچې په پرتله نږدې دوه برابره په چټکۍ لوړېږي چې دا د راتلونکو کلونو لپاره د سختې ګرمۍ له امله د پېښو احتمال او شدت نور هم زیاتوي.

هغه خبرداری ورکړی چې نړۍ نور د ځنډ توان نه لري او د هېوادونو مشران باید د اقلیم له بدلون سره د مقابلې وړ روغتیايي سیستمونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. همداراز یې د اقلیمي اقدام د چټکولو او د اقلیمي بحران د اصلي لاملونو د کمولو غوښتنه کړې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان خلکو ته هم لارښوونه کړې چې د سختې ګرمۍ پر مهال د ځان د ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر وکاروي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here