چهارشنبه, جون 24, 2026
Homeکورپاڼهد سولې لپاره د پاکستان د منځګړیتوب ستاینه؛پزشکیان اسلام‌آباد ته له سفره...

د سولې لپاره د پاکستان د منځګړیتوب ستاینه؛پزشکیان اسلام‌آباد ته له سفره خوشاله دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې ایران او پاکستان د خپلو ارمانونو او هیلو په برخه کې ژور مشترکات لري او د دواړو هېوادونو اړیکې د سیمې د سولې لپاره مهم رول لوبولی شي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه د سولې لپاره د پاکستان هڅې ستایلي او ویلي یې دي چې دا هڅې د پاکستان د غني کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي.

پزشکیان زیاته کړې چې پاکستان ته د سفر پر مهال یې په سوله کې د دغه هېواد د منځګړیتوب د ستاینې ترڅنګ له لوړپوړو مشرانو سره د اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې کړې دي.

هغه وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا کولی شي په سیمه کې د ثبات او سولې لپاره زمینه برابره کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here