د طالبانو د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په تازه مرکه کې ويلي چې ولس له دوی سره هماهنګي لري او هره برخه کې ورسره درېږي.
هغه ويلي چې ممکن پاکستان د نورو په اشارو او د پروژو د اخيستو په بدل کې په افغانستان باندې بريدونه ترسره کوي.
نوموړي زیاته کړې چې له تېرو څو کلونو راهيسې پاکستان د نورو په اشارو او د نورو د ګټو لپاره اقدامات کوي.
هغه دغه راز ويلي چې د پاکستان ګټه له افغانستان سره جګړه کې نه ده او په وينا یې د سوداګريزو لارو تړلو پاکستان ته ډېر زیانونه اړولي دي.
مجاهد يو ځل بیا ويلي چې پاکستان کې يوه خاصه اجيره پوځي حلقه ده چې په افغانستان بريدونه کوي او زیاته کړې چې دغې حلقې ته د پاکستان ګټې او موخې هم ارزښت نه لري.
هغه دا هم ويلي:« پاکستان کې موږ خواخوږي لرو، د پاکستان ولس، ديني علما او ځینې سیاسي احزاب نه غواړي چې افغانستان سره دې پاکستان جګړه کې ښکېل شي؛ خو هلته اجیره پوځي حلقه حاکمه ده چې د خپل ولس خبره هم نه مني او له بهر څخه يې اجنډا اخيستې.»
ذبیح الله مجاهد ويلي چې د خاورې دفاع د دوی مشروع حق دی او که له هرې لارې وي له پاکستان څخه به غچ اخلي.

