ساینسپوهانو د لومړي ځل لپاره د لمریز نظام نه بهر یوه د ځمکې په څېر ډبرینه سیاره موندلې چې شاوخوا یې د فضا د موجودیت نښې لیدل شوې دي.
د څېړونکو په وینا، دغه سیاره د خپل ستوري د اوسېدو وړ سیمې (Habitable Zone) کې ګرځي، هغه سیمه چې هلته د اوبو او د ژوند د امکان شرایط برابرېدای شي.
د څېړنې له مخې، د دې سیارې په فضا کې د هیلیم ګاز نښې موندل شوې دي.
که څه هم هیلیم د ژوند لپاره مناسب ګاز نه دی، خو ساینسپوهان وايي امکان لري چې په دې فضا کې نور ګازونه هم موجود وي چې د ژوند د شرایطو په اړه نور معلومات ورکړي.
د هارورډ پوهنتون څېړونکي ډاکټر کولن چیروبیم، چې د دې څېړنې اصلي لیکوال دی، دا موندنه لویه علمي لاسته راوړنه بللې ده.
ساینسپوهان وايي، دا کشف ښيي چې د ځمکې په څېر شرایط یوازې زموږ په لمریز نظام پورې محدود نه دي او کېدای شي د کایناتو په نورو برخو کې هم داسې سیارې موجودې وي چې د ژوند د شتون امکان ولري.

